سیاست

جمهور رئیس غني له برمتې څخه را خلاصې شوې استرالیایۍ مېرمن ته د میوند معرکې اتلې ملالۍ عالي دولتي مډال ورکړ

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام استرالیایۍ مېرمن کټرین جان وېلسن ته د هغې د غوره خدمتونواو په لوړه روحیه افغان مېرمنو ته د بشري مرستو رسولوپه ویاړ  د میوند معرکې اتلې ملالۍ عالي دولتي مډال ورکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په افغانستان کې د یو خیریه بنسټ کارکوونکې مېرمن وېلسن چې د امنیتي ننګونو له اغېزو پرته یې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعالیت کاوه، د روان کال په غویي  میاشت کې برمته کوونکو وسله والو وتښتوله، چې وروسته د ملي امنیت لوی ریاست ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له برمتې راخلاصه شوه.
مېرمن کټرین جان وېلسن له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې د مډال په ورکولو سره یې د هغې  خدمتونه وستایل. همدارنګه نوموړې د برمته کوونکو له منګولو څخه د هغې د راخلاصولو له امله د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
اغلې وېلسن وویل، له افغانانو سره ځانګړې مینه لري او له همدې امله به افغان مېرمنو سره د خپلو بشري مرستو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته