سیاست

جمهور رئیس غني: سږنی د تحرک، تدبیر او عمل کال دی

کابل_باختر د وري د مياشتې ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو فرقې له جزوتامونو څخه د لیدنې پرمهال وویل، ټول ملت په تاسو ویاړي، ځکه تاسو د افغانستان د دښمن په زړه کې وېره اچوئ او هغوی پوهېږي چې تاسو په اسلامي عقیده او ملي ژمنتیا سمبال ياست.
جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، د وسله وا ل پوځ د اعلی قوماندان په توګه په تاسو او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې په افغان ښځو ویاړم، ځکه تاسو تل په زړورتیا د وطن دفاع کړې. هغه زیاته کړه، د ټول ملت او دولت د ملاتړ ډاډ درکوم.
جمهور رئیس غني وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونود شهیدانو د کورنۍ پالنه او د ټپيانو درملنه په خپله تعقیبوم. هغه زیاته کړه، ښه خواړه، ښه درمل او ښه امکانات ستاسو حق دی، ځکه تاسو په سختو شرایطو کې چې یو شمېر ځوانان ورڅخه په تېښته کې دي، د خپل وطن ساتنه کوئ.
د هېواد جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو هر یو د دې هېواد اتلان او زمریان یاست او د افغانستان په ځانګړو ځواکونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سراسري پانګونه زما وجداني وظیفه ده.
محمد اشرف غني وویل، ستاسو له برکته جمهور رئیس او د دولت رهبري په عزت او سرلوړي د نړۍ له جمهورو رئیسانو سره مذاکرات کوي. که تاسو د جنګ په میدان کې بریالي نه وای، نو ما د سیاست په ډګر کې ستاسو استازیتوب نشو کولی.
جمهور رئیس وویل، موږ د ټولې سیمې او نړۍ د ثبات لپاره جنګېږو، ځکه ترهګري د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی او تاسو د دغه نړیوال تهدید او خطر پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا مبارزه کوئ. ستاسو د سرښندنو او مبارزو له برکته به راتلونکي نسلونه ارام او هوسا وي او تاریخ به ستاسو کارنامې او سرښندنې په زرینو کرښو ولیکي.
محمد اشرف غني زیاته کړه، سږکال د تحرک، تدبیر او عمل کال دی، نود وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزیر ته مې لارښوونه داده چې د ځانګړو ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په ډېره هوښیارۍ د دوی له قوت څخه د دښمن د ځپلو لپاره کار واخلي.
جمهور رئیس وویل، موږ هیچاته هم خطر نه یوو او ارام ژوند غواړو، خو د افغانستان دښمنان زموږ جوماتونه سوځوي، زموږ هېوادوال شهیدانوي او د دوی امنیت او هوساینه ګډوډوي.
جمهور رئیس غني وویل، جنګ په موږ تحمیل شوی، مګر تاسو تل په ډېره مېړانه او زړورتیا د دښمن توطیې شنډې کړې دي. سږکال د بدلون کال دی، د عمل ابتکار په لاس کې واخلئ، دښمن مه پرېږدئ او له دې پاکې خاورې یې نابود کړئ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته