سیاست

جمهور رئیس غني: زموږ د خلکو د وژلو عاملان به د هېواد په هیڅ ځای کې خوندي پاتې نشي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢٢مه
طالبانو د افغانستان د دښمنانو په دستور یو ځل بیا د انتحاري بریدونو په ترسره کولو سره د کابل په یوه ګڼ نفوسه سیمه کې وحشت خپور کړ او د ښځو په ګډون یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال په وینو ولړل.
جمهور رئیس غني د دغو وحشیانه بریدونو د سخت غندلو پرمهال وویل، طالبانو په ډېره بې شرمۍ د ملکي وګړو د وژنې مسوولیت په غاړه واخیست او په دې ویاړي.
جمهور رئیس دا جنایتکارانه عمل د خلکو او بشریت ضد دښمني وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې جنایت عاملان به د هېواد په هیڅ نقطه کې خوندي پاتې نشي.
جمهور رئیس غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو امکاناتو څخه د ټپیانو د ښې درملنې لپاره استفاده وکړي او په دې برخه کې هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته