سیاست

جمهور رئیس غني د ۳۴ولایتونو له ملکي او نظامي مشرتابه سره اختر مبارکي وکړه

کابل باخترد چنګاښ دمياشتې ٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د توحید ملي مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو، امنیه قوماندانانو، د قول اردو، د پولیسو د زونونو او د اردو د لواګانو له قوماندانانو، د ملي امنیت له رئیسانو، د ولایتي شورا رئیسانو، د علماوو شورا او د سولې شورا له رئیسانو، د محکمو او څارنوالۍ له رئیسانو او د ۳۴ولایتونو د پوهنتونونو او پوهنې له رئیسانو سره خبرې او د اختر مبارکي وکړه.
دجمهوري رياست دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د والیانو په استازیتوب محمدګلاب منګل، د ملي اردو د منسوبینو په استازیتوب ډګرجنرال محمدزمان وزیري، د ۳۰۳سپين غر قوماندانۍ      د منسوبینو په استازیتوب پاسوال اسدالله شیرزاد، د ملي امنیت د ریاستونو په استازیتوب جنرال برکت الله، د علماوو د شوراګانو په استازیتوب عبدالرشاد، د ولایتي شوراګانو د غړو په استازیتوب ډاکټر افضل حدید، د سولې د شوراګانو په استازیتوب شیراحمد حقیار، د محکمو د رئيسانو په استازیتوب حافظ اکبري، د څارنوالۍ ریاستونو په استازیتوب محمدداوود امیري، د پبوهنتونونو د رئیسانو په استازیتوب ډاکټر عبدالله فایز د ۳۴ولایتونو د پوهنې د رئیسانو په استازیتوب د پکتیا د پوهنې رئیس جمهوررئیس او افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړه.
جمهور رئیس په تېرو دوو اونیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سترې لاسته راوړنې وستایلې او ورڅخه یې په مننې زیاته کړه:  تاسې خپلو کورونو ته د دې لپاره نه یاست تللي چې هېوادوال مو کوچنۍ اختر په ارامه ونمانځي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوژستیک په برخه کې چې کومه ستونزه موجوده وه بایدحل شي او له اړوندو مسوولانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې طرحې ترتیب  او وړاندې کړي چې له مخې يې بیړني ګامونه پورته شي.
هغه د سیمه‌ییزو ادارو په کچه د والیانو له هڅو مننه وکړه وېي ویل، موږ د ولایتونو په کچه د مشورو لړۍ غځوو او په دې برخه کې به د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د سیمه‌ییزو ادارو سره لازمه همغږي رامنځته کړي.
جمهور رئیس غني د هېواد له قاضیانو او څارنوالو څخه د قانون د تطبیق په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه، د قانون د حاکمیت عالي شورا څرګنده طرحه چمتو کړې ده، چې تر ۱۴۰۰کال پورې لکه څنګه چې امنیتي پلان به ښه نتیجه ورکړي، دا پلان به هم ښې لاسته راوړنې ولري.
هغه د قانون د حاکمیت په برخه کې د بنیادي بدلونونو یادونه وکړه ويې ویل، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د قانون د حاکمیت په برخه کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د هېواد په ولسوالیو کې چې په عدلي  او قضايي برخه کې کومې ستونزې شته باید له دغو ستونزو څخه  د راوتلو لپاره په خپل وخت کې د حل لارې وسنجول شي چې خلک په اسانۍ قاضیانو او څارنوالانو ته لاسرسی پیدا کړي.
د هېواد جمهور رئیس د مهمو مسائلو د پوهاوي او ترویج په برخه کې د دیني علماوو نقش ګټور وباله او افغانستان یې د بېلابېلو مذاهبو او اقشارو ترمنځ د سوله‌ییز ژوند ښه بېلګه وبلله.
هغه د هېواد د پوهنتونونو او معارف له مسوولانو هم د دوی د هڅو له امله مننه وکړه ويې ویل، چې علمي مرکزونه باید په ملي بحثونو کې لا زیاته ونډه واخلي.
جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ لپاره اساسي ټکی د سولې او ثبات تامینول دي چې د دغې غوښتنې لپاره یوه سیاسي او ټولنیزه اجماع ترلاسه او له ۴۰کالونو وروسته هغسې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو چې زموږ د خلکو هیله ده.
جمهورئیس د یو قوي دولت په جوړېدو ټینګار وکړ وې ویل، زموږ بنسټونه باید غښتلي او مسلکي شي. همدارنګه هغه د سیاسي رقابت لپاره د یوې مناسبې فضا په ایجاد کې د سیاسي ګوندونو نقش مهم وباله او په دغه نقش چې افغان شموله او ملي وي ټینګار وکړ. 
هغه څرګنده کړه، اوبه، منابع، فضا، محیط، جغرافیايي موقعیت او
زموږ خلک د افغانستان مهمه او لویه پانګه ده، هیڅکله باید ناهیلي نشو او خطر باید په فرصت بدل کړو.
په دې ویډيويي کنفرانس کې، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانون پوه سیدیوسف حلیم، دملي امنیت شورا د مشاوریت سرپرست ستر جنرال عبدالخالق سروري، د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبداللطیف روښان، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، لوی څارنوالی محمد فرید حمیدي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمداکرام خپلواک، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل او د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته