کابل باختر دتلې دمياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون د کندز ولایت له مخورو او مشرانو سره د کتنې پرمهال د هغه ولایت د وضعیت د څېړلو په موخه د حقیقت موندنې پلاوی وټاکه.
د جمهوري رياست د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني وویل، دغه فوق العاده پلاوی به چې په ترکیب کې یې د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح، د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردک، فضل کریم ایماق، محمدایوب رفیقي او ابدال الله محمدي شامل دي، په بشپړه ازادي د کندز ولایت د وروستۍ پېښې ټول اړخونه په څرګند او بېطرفانه توګه وڅېړي.
هغه وویل، دغه پلاوی به د خپلو تجربو په رڼا کې، خلکو او دولت ته شفاف او هر اړخیز راپور وړاندې کړي، چې په کندز کې څه وشول، څه ډول اصلاحات راشي او له دې تجربې څخه په راتلونکي کې څنګه ګټه واخیستل شي؟
جمهوررئیس غني وویل ، ټولو مقاماتو او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې له دغه پلاوي سره پوره همکاري وکړي.
جمهور رئیس ډاډ ورکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات به د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې تر هغو دوام وکړي چې هغه ولایتونه له ترهګرو ډلو څخه پاک شي.
ده وویل، په ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې د خلکو استازي باید د ولسي انسجام او د مثبت او واقعبینانه فضا په برابرولو کې مرسته وکړي.
جمهور رئیس د کندز ولایت د بې ځایه شویو په هکله وویل، دولت تصمیم لري چې خپلو سیمو
ته د دوی د بېرته ستنېدو لپاره ټول شرایط برابر کړي او د اساسي خدماتو لکه اوبو، برېښنا او سرکونو د برابرولو لپاره به یو بل پلاوی هم واستوي.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې ملي پولیس په سپکه وسله سممبال شوي دي وویل، راتلونکې اونۍ د ملي پولیسو دسمبالولو څرنګوالى له وکیلانو او د هېواد له ټولو مشرانو سره په ګډه سلا بدلوو.
جمهور رئیس د هېواد او په ځانګړي ډول د کندز له مشرانو څخه وغوښتل، چې د هېواد د ملي پولیسو او ملي اردو د لیکو په جلب او جذب کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې دولت د نویو امنیتي ځواکونو د منسوبینو لپاره ټول لازم امکانات په واک کې لري.
په دې کتنه کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم خبرې وکړې او ويې ویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات دې پر کندز ښار سربېره په ټول ولایت کې ترسره شي.
ده له دولت څخه د بېځایه شویو د ستونزو د حلولو په موخه د پروګرامونو له امله مننه وکړه او ويې ویل، دولت باید د کندز د خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره زیات اقدامات وکړي.