کابل باختر د لړم لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د کلیو د پراختیایي شوراګانو د پنځم ملي مشورتي کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، هر څوک چې د افغانستان د حکومت په مقابل کې ټوپک را اخلي، هغوی له کلیو وشړئ، ځکه دوی زموږ خلک او کوچنیان وژني، جوماتونه مو شهیدانوي او ښوونځي مو سوځوي، دوی ګمراهان دي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ملي مشورتي کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی و، جمهور رئیس غني وویل، د تولید او خدماتو له پلوه د ښار او کلي د اړیکې د تامین په موخه به په څو راتلونکو اونیو کې د ملي پیوستون پروګرام په ښاري پیوستون بدل شي.
جمهور رئیس د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، تر راتلونکو لسو کلونو به زموږ د اوبو هر څاڅکی د ګاونډیانو د تېلو د څاڅکي هومره او یا تر هغه هم زیات قېمتي وي.
محمد اشرف غني وویل، افغانستان باید په یو صادرونکي هېواد بدل شي او د دې لپاره باید له ویالې تر کروندې د اوبو د ۴۵ سلنه ضایعاتو مخه ونیسو او په راتلونکو کلونو کې د افغانستان ډېره کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې کړو.
جمهور رئیس د ځمکو د غصب او د اوبو د شخړو په هکله د کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه ، چې له پرمختیایي شوراګانو سره په ګډه دغه ستونزې دقیقې تشخیص کړي تر څو د معقولو او تدریجي اقداماتو په وسیله له دغو سرچینو څخه ښې ګټه اخیستنې ته لاره هواره شي.
د هېواد جمهور رئیس د زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستې په هکله وویل، حکومت به د خپلو امکاناتو په رڼا کې د ویجاړو شویو کورونو، جوماتونو، ښوونځیو او زېربناو د بیارغاونې په برخه کې مرسته وکړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، دافغانستان د خلکو غوښتنې مشروع او همه جانبه دي، خو زموږ امکانات محدود دي، نو له همدې امله باید له امکاناتو موثره استفاده وشي، ځکه له شفافیت او موثرې ګټې اخیستنې پرته شته امکانات بسنه نه کوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، کلی، ولسوالۍ، ښاروالۍ او ولایت د افغانستان د ثبات بنسټونه دي دا پنځه واړه بنسټونه باید همغږي او همګام شي. هغه زیاته کړه، سوله او ثبات د افغانستان اړتیاوې دي او د افغانستان ثبات د کلیو له ثبات پرته ناشونی دی.
جمهور رئیس د ښځو پراخ ګډون د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې ښځې د دیني او ملي ارزښتونو مطابق د خپلو وروڼو تر څنګ خپل ملي رول ادا کوي.
په دې کنفرانس کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د حکومت اجرائیه رئیس، د کابینې، ملي شورا، د ولایتي او پراختیایي شوراګانو یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو موسسو ځینو استازو هم حضور درلود.