سیاست

جمهور رئیس غني: د کرنیز پیداوارو په زیاتوالي سره به د کلیو او ښارونو اړیکې لا پیاوړې شي

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې ”په کابل کې پنځلسم کرنيز نندارتون او د کلیوالو ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت“ د کرنې او اوبولګولو وزارت په نوښت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کابل ښار په بادام باغ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسموکې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، جمهور رئیس کروندګرو مېرمنو ته د مبارکي پرمهال وویل: کرکيله د افغانستان د ثبات بنسټ دی او له پرمختللي کرنې پرته مصونیت نشو لرلی.
جمهور رئیس غني له بزګرو، مالدارو، بڼوالو، زراعتي صنعتکارو او  پانګه والو څخه د مننې ترڅنګ وویل: افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول به یې په ګډه آبادوو. ده زیاته کړه: امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو اتلولیو اوسرښندنو،  بزګر د خپل بېل، ترکتور او زحمت او پانګه وال د پانګونې په وسیله د دې وطن دفاع او خدمت کوي.
د هېواد جمهور رئیس د کرنې اوبولګولو وزارت او سکتوري ادارو د هلو ځلو او نړیوالو همکارانو د همکاریو د قدرداني پرمهال له خبیثه کړۍ څخه د وتلو لپاره  د داسې یوې نجیبه کړۍ د ایجاد ټینګار وکړ چې له امله یې باکیفیته کرنیز پیداوار زیات او یو ملیون کارونه ایجاد شي .
جمهور رئیس وویل: د کرنیز پیداوار په زیاتوالي سره به باکیفیته پیداوار ته لاسرسی زیات شي. د ښار او کلیو اړیکې به پیاوړې شي او هېوادوال به بهرنیو هېوادونو ته د تلو پرځای په کور دننه بسیا شي.
محمداشرف غني اوبه، ځمکه، تخم، د کار وسایل، بزګر او کارګر د کرنې پنځه مهم عناصر وبلل او ژمنه یې وکړه، چې دولت به د دغو عناصرو د لا ښه انسجام په موخه په دې برخه کې اساسي پانګونه وکړي.
جمهور رئیس په هېواد کې د کرنې د پیاوړتیا په موخه د اوبو او ځمکو انسجام مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې سکتوري ادارې او د افغانستان کابینه به په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.
جمهور رئیس غني د ختیځې اسیا تجربو ته په اشارې وویل، واړه بزګر لوی تحرک رامنځته کولی شي چې له امله یې هم خپل او هم د نورو هېوادوالو ژوند ښه کېدلی شي.
ده زیاته کړه: په هرات کې ۶۰۰ کاله دمخه داسې کتاب لیکل شوی وو، چې زر قلمه کرنیز توکي یې تشریح کول.
جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د ملي پیوستون پروګرام په اساسي توګه بدلون مومي او د ښاري پیوستون پروګرام هم رامنځته کېږي چې له امله به یې د افغانستان ښارونه او کلي سره ونښلول شي او څرګنده یې کړه، زموږ د ستراتیژي اصلي موخه داده، چې افغانستان  له وارداتي زراعتي څخه په صادراتي زراعتي هېواد بدل شي.
جمهور رئیس غني وویل، د تولیدونکو افغان مېرمنو د رول پیاوړي کول زموږ له مهمو اهدافو څخه دی.
ده زیاته کړه: افغان مېرمنې په تولید کې ډېر مهم رول لري، مګر نغده ګټه د مېرمنو جیب ته نه ځي.  له دې امله د ارزش زنځیر شبکې سره  د افغان مېرمنو اړیکه زموږ لپاره حیاتي ده.
جمهور رئیس دکورنیو کرنیزو پیداوارو ودې ته په اشارې وویل، ملي تولیداتو ته مو ۱۵ سلنه ترجیح ورکړې اوداسې یوه طرحه رامنځته کوو،  چې له مخې یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په تدریجي ډول خپلې  ټولې اړتیاوې له کورنیو تولیداتو څخه پوره کړي.
جمهور رئیس کورنیو کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندې په موخه د سوداګرۍ او مالیې وزارتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په دویم سل ورځنيو پلانونو کې د کورنیو زراعتي صادراتو پر وړاندې پرتې ستونزې تشخیص او هوارې کړي.
جمهور رئیس غني زعفران په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ښه بدیل وباله او زیاته یې کړه، چین تیار دی چې د افغانستان د زعفرانو کلني پیداوار وپېري. هغه زیاته کړه، سږکال د کرنې په برخه کې ډېر اساسي کارونه شوي چې په راتلونکي کې به یې پایلې وګورو.
د هېواد جمهور رئیس وویل،  د نړۍ ملتونود زراعت د ودې او زراعتي ارزش زنځیر د ایجاد له برکته له بې وزلۍ راوتلي دي.
جمهور رئیس غني په پای کې له هغو غرفو څخه هم لیدنه وکړه، چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو کرنیز پیداوار په کې نندارې ته اېښودل شوي وو. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته