سیاست

جمهور رئیس غني د کرنیزو صادراتو د ملي برنامې پر پیاوړتیا او د ځنګلونو د حالت پر ښه والي ټینګار وکړ

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د غضنفر ګروپ له لورې د بیات پاور ګازي برېښنا او مزار ګازي برېښنا پروژو د راپور، د دولتي بانکونو د ستراتیژۍ او د جلغوزیو د پروسس او سوداګرۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
د مالیې وزارت مسوولینو د تازه جزئیاتو په بیانولو سره د ګازي برېښنا پروژې د کاري پرمختګ په اړه وویل: حکومت له مودو راهیسې له ګاز څخه د برېښنا د تولید په اړه له اړوندې کمپنۍ سره مذاکرات کړي او په دې برخه کې شته خلاوې له منځه  تللې دي. هغوی ډاډ ورکړ چې اجرا کوونکې کمپنۍ به له ګاز څخه د برېښنا د تولید  لپاره له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي.
په زېربنایي چاروکې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، په بانکي چاروکې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب او د ملي بانک رئیس د یادې پروژې د کاري پرمختګ او حقوقي خالیګاوو د رفع کولو او دغه راز د ورځنۍ ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
جمهوررئیس یاده پروژه د افغانستان لپاره حیاتې وبلله وې ویل، دا ډول پروژې ځکه د ارزښت وړ دي چې د خصوصي سکتور په مستقیمه ونډه اجرا کېږي او د وارداتي انرژۍ د بیې د ټیټوالی لامل کېږي.
د هېواد جمهوررئیس د یادې پروژې د امنیت په تامین د ټینګار ترڅنګ وویل، باید د برېښنا لین ایجاد شي او خلک وکولای شي د هغه له رڼا ګټه پورته کړي.
غونډې پرېکړه وکړه چې مالیې وزارت به د حکومت په استازیتوب له اړوندو کمپینو سره نهایي تصمیم ونیسي.
د اجنډا په بله برخه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دولتي بانکونو د ستراتیژۍ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، په دې ستراتېژۍ کې د بانکونو پر سکتور، ظرفیت او مدیریت او دغه راز د دولتي بانکونو پر توسعې بحث شوی دی.
هغوی زیاته کړه د سکتوري بانکونو ملاتړ، د بانکي پورونو له سکتوره ملاتړ او له ټولوبانکونو څخه د مرکزي بانک څارنه هم هغه موارد دي چې په دې ستراتیژۍ کې تسجیل شوي دي.
غونډې د دولتي بانکونو ستراتیژي په پرنسیپ کې تائید کړه او پرېکړه وشوه چې مرکزي بانک، د مالیې او اقتصاد وزارتونه  دې په ګډه د یادې ستراتیژۍ پر تطبیقي پلان  کار وکړي او جزئیات دې د شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د غونډې په درېیمه برخه کې د خوست والي د جلغوزیو د پروسس او سوداګرۍ طرحه وړاندې او څرګنده یې کړه چې خوست د نورو ولایتونو په پرتله د معتدلې هوا، کانونو، ځنګلونو او حاصل ورکوونکي ځمکې  لري.
هغه زیاته کړه، د دې ولایت له ځنګلونو څخه پرېمانه وچې مېوې لکه، غوزان (چهارمغز) او جلغوزي لاسته راځي چې هر کال زرګونه ټنه وچه مېوه تولید او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادریږي.
د خوست والي زیاته کړه، د هېواد په کچه د جلغوزیو صادرات په کلني ډول له ۳۰ زرو څخه تر ۳۳ زره ټنو پورې رسېږي چې له دې لارې حکومت او ملي سوداګرو ته ښه عایدات په لاس ورځي او له بل پلوه خلکو ته د کار کولو زمینه برابروي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست نصیراحمد دراني، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور، په سوداګریزو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار سیروس علاف او د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین د پروسس، مارکېټ او د افغانستان په نوم د جلغوزیو د ثبتولو او دغه راز د هغو د عوایدو پر مدیریت تفصیلي خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د جلغوزیو د پروسس او سوداګرۍ د طرحې څخه په هرکلي او د خوست له والي څخه په مننې وویل، د ټولو ولایتونو والیانو ته دا موقع ورکول کیږي چې د اقتصاد عالي شورا په غونډوکې ګډون وکړي او د خپلو اړوندو ولایتونو صادراتي توکي معرفي کړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د کرنې او اوبولګولو، اقتصاد، سوداګرۍ او مالیې وزارتونو او په بانکي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار  په ګډون دې کاري ټیم جوړ شي، ترڅو د جلغوزیو د صادراتو په اړه پر غوره لارو کار وکړي.
محمد اشرف غني د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په خوست ولایت کې دې د ولسي تړون برنامه د جلغوزیو د تولیداتو پر پیاوړتیا متمرکزه کړي.
دغه راز د کرنې او اوبولګولو وزارت یې موظف کړ چې د دې وزارت روزنیزې برنامې دې د خوست ولایت د کلیو په سطحه پراخې کړي. #
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته