سیاست

جمهور رئیس غني د کاناډا د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د کاناډا د نوي سفیرکینیټ نیوفلډ  باور‌لیک ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حاضر و، جمهور رئیس غني او د کاناډا نوي سفیر د افغانستان او کاناډا ترمنځ د اړیکو د لا پياوړتیا او پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د کاناډا نوي سفیر ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد له مرستو مننه وکړه او هغه ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې د کاناډا نوي سفیر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو د لا پراختیا په خاطر هڅه وکړي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته