جمهور رئیس غني د کابل پوهنتون دليليه محصلانو او د خوشال خان او رحمان بابا دلېسو زده کوونکو ته دنيکمرغه کوچني اخترله امله مبارکي وويله.

کابل / باختر/دغبرګولي دمياشتې ١٥نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د کابل پوهنتون د ليليه محصلانو او د خوشال خان او رحمان بابا دلېسو له زده کوونکو سره وکتل اودنيکمرغه کوچني اخترله امله يې مبارکي وويله. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې مدثر موسی زي د یادو لېسو د زده کوونکو په استازیتوب وویل، له جمهوررئیس څخه مننه چې موږ یې دلته خپل حضور ته وبلل او د اختر په دې شپو ورځو کې مو له خپلو کورنیو څخه لېری والی احساس نه کړ. هغه په یادو ښوونځیو کې د مثبتو بدلونونو په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له کړنو مننه وکړه او ويې ویل، موږ باید یو پوهنتون هم ولرو، دغه راز د دغو لېسو فارغانو ته تحصیلي بورسونه هم ورکړل شي. وروسته اغلې تمنا د کابل پوهنتون دلیلیې دمحصلینو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې د افغان دولت له سوله ییزو هڅو خپل ملاتړ په ډاګه کړ. جمهوررئیس غني د کابل پوهنتون لیلیه محصلانو او د خوشال خان او رحمان بابا دلېسو زده کوونکو ته دنيکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د افغانستان راتلونکي ستاسې پر پیاوړو مټو بدلېدای شي. هغه زیاته کړه، تاسې د افغانستان د نوي نسل ویاړ یاست چې مدیریت او زعامت اخېستو ته چمتو یئ او تاسو ځوانانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې خپله پیاوړتیا وښوده. جمهوررئیس وویل، افغان مېرمن بل چاته اړتیا نه لري چې ترې استازولي وکړي، هر ځل چې د یوې مېرمنې وضعیت تغییر کوي په ټولنه کې تغییرات منځته راځي. جمهوررئیس غني دوی ته په خطاب کې وویل، زه غواړم ستاسې ښوونځي، نمونه یي ښوونځي شي او د افغانستان د راتلونکي رهبرۍ په جوړولو کې رول ولوبوي. جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، لیلیو او ښوونځیو ته باید پاملرنه وشي، ځکه په دې کار سره په افغانستان کې ملي یووالی، پرمختګ، هوساینې او سولې ته پاملرنه کېږي. جمهوررئیس محمداشرف غني له یادو محصلانو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې افغانستان لا زیات وپېژني، خپل تاریخي هویت ته پاملرنه وکړي او له وطن سره مینه ولري، ځکه زموږ د ټولو عزت د افغانستان ارتقا ده او نشو کولای فردي عزت له باعزته افغانستان پرته ولرو.# پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته