کابل باختر دزمري دمياشتې ١٢ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل د شنې ساحې په پلان د بحث غونډه پرون ماښام د پایتخت زون د پرمختیا ادارې مسوولینو او د دغې پروژې د تمویلوونکو هېوادونو د استازو په حضور کې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په پیل کې د پایتخت زون د پرمختیا ادارې رئیس الهام عمر هوتکي د کابل ښار د امنیتي شنې سیمې او د پنځه ګونو ناحیو طرحه غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې دغه طرحه د ښاریانو او دیپلوماتیکو ساحو د لا زیات خوندیتوب په موخه ترتیب شوې ده.
ده زیاته کړه، په یاد پلان کې لنډمهاله او اوږدمهاله اقدامات شوي چې په پلې کېدو سره به یې د ښار پنځه سیمې لکه، د قلعه موسی، بې بې مهرو، قلعه خاطر او قلعه خیاط، جوړې شي.
د پایتخت زون د پرمختیا ادارې رئیس څرګنده کړه، د دغه پلان پر بنسټ، لس کيلو
متره نوي ښاري سړکونه جوړېږي او هغو خلکو ته چې د استوګنې کورونه یې د دغه پلان په تطبیق سره ویجاړېږي، نوي کورونه په پام کې نیول شوي دي.
ده همداراز وویل، د کابل د شنې ساحې پلان تطبیق د ښاریانو په ژوند کې د پام وړ اغیز لري او هېوادوال به د اقتصادي او ټولنیز بدلون شاهد وي.
د کابل د شنې ساحې د طرحې د وړاندې کولو وروسته د دغې پروژې تمویلوونکو هېوادونو استازو خبرې وکړې او د کابل د خلکو د ژوند د ښهوالي او د ډیپلوماټیکو ساحو د خونديتوب په موخه يې د وړاندې شوې طرحې هرکلی وکړ.
جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، د شنې ساحې د پلان تطبیق کې به د دولت له بودجې هم استفاده وشي او دغه طرحه د کابل اوسېدونکو د ټولنیز ژوند د بدلون او د دیپلوماتیکو ساحو د لا امنیت لپاره اغیزمنه ده.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل