سیاست

جمهور رئیس غني: د ښځو د کنفرانس پرېکړه لیک به په عملي برنامه بدل شي

کابل  باختر دکب دمياشتې١٨:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  تير ماښام  د اسلام له نظره د افغان ښځو د استعدادونو د ودې ترسرلیک لاندې پروګرام کې چې یو شمېر عالمانو او د مدني ټولنې غړیو په کې حضور درلود، ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورګړ.
دغه پروګرام چې په ارګ کې جوړ شوی وو، لومړی د افغان ښځو د استعدادونو د ودې د دفتر مسوولې شهلا فرید د یاد پروګرام او دفتر د پلانونو په هکله معلومات ورکړل.
مولوي دانشجو د عالمانو په استازیتوب د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ پرمهال د اسلام له نظره د ښځې د دریځ په هکله خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې مردود وباله. همدارنګه یې د ښځو د مقام او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په هکله پرېکړه لیک هم ولوست.
د هېواد جمهور رئیس د دغه پروګرام له جوړونکو څخه د مننې پرمهال وویل، د ټولنې فکري چوکاټ په اسلامي ارزښتونو ولاړ دی.
جمهور رئیس غني د دغه پروګرام جوړول د ښځو د حقونو د پېژندنې په برخه کې لوی ګام وباله او زیاته کړه، د دې پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره به له ښځو او عالمانو سره مشوره وشي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د یاد پرېکړه لیک د عملي چوکاټ د رامنځته کولو په خاطر به د کابینې په غونډه کې په دې هکله بحث وشي او درې ګونې قواوې به په ګډه د دې پرېکړه لیک د عملي کولو په میکانیزم کار وکړي.
جمهور رئیس وویل، د دیني او ټولنیزو ارزښتونو له پلوه د ښځو حیثیت لوړ دی او د ښځو پر وړاندې موجوده  ستونزې د جګړو او کډوالیو میراث دی.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، عالمان او مدني بنسټونه باید د ښځو د ستونزو د درک او تشخیص په خاطر په همغږۍ او ګډه کار وکړي اوله تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د  منبرونو له لارې  پوهاوی زیات کړي.
جمهور رئیس غني د اساسي قانون ارزښتونو ته په اشارې وویل، دا قانون په اسلامي احکامو تسجیل شوی او په سیمه کې هیڅ قانون په دې وضاحت وجود نه لري. هغه زیاته کړه، اسلام د نورو د زغملو دین دی اود مسلمانانو تر منځ باید تفاهم او اتفاق وجود ولري.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، د پوهې د ودې او د اسلامي ارزښتونو د تبلیغولو په برخه کې باید زیاتې هڅې وشي، تر څو دغه ارزښتونه زیات بنسټيز شي. هغه زیاته کړه، نبوي سیرت باید په ژوره توګه درک او د مسلمانانو په ټولنیز ژوند کې زیاته ګټه ترې واخیستل شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د جوماتونو جوړولو ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او حکومت کوښښ کوي چې دا تخصیص په راتلونکي کال کې زیات شي.
جمهور رئیس غني په ټینګار وویل، د اوقافو ۳۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته اخیستل شوې او نورې غصب شوې ځمکې به هم له غاصبانو څخه واخیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته