کابل باختر دلړم يو ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د پکتیکاولایت له یو شمېر مشرانو او په ملي شورا کې د یاد ولایت له استازو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت هم حضور درلود او په پیل کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي محمود سلېمانخېل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د یاد ولایت د سرکونواو بندونود جوړولو او برېښنا ستونزې او د ارګون د ماسټر پلان د تطبیق او په بېلابېلو ادارو کې د یاد ولایت د ځوانو او علمي کدرونو د جذبولو په اړه یې د خلکو وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
جمهور رئیس د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د وینا پرمهال د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د پکتیکا د خلکو مېړانه او هلې ځلې وستایلې.د وړ ممۍ ولسوالۍ له امنیه قوماندان څارن ظفرخان څخه یې له دې امله مننه وکړه، چې په سخت ټپي حالت کې هم د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په مېړانه وجنګېد.
جمهور رئیس مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې قوماندان ظفر خان او ملګري یې د هغې زړورتیا او مېړانې له امله چې د دښمن د وروستیو بریدونو پرمهال یې وښودله، تقدیر کړي.
جمهور رئیس وویل، اړوند وزارتونه او ادارې به د پکتیکا د سرکونو، بندونو، برېښنا، ښوونځیو او نورې اړتیاوې او ستونزې د امکاناتو په رڼا کې حل کړي. هغه زیاته کړه، په نوي کال کې به د ښوونځیو د ودانیو ستونزې په اساسي توګه حل شي او همدارنګه به د ۲۹ جوړېدونکو بندونو له جملې څخه نه څه نا څه دوه بندونه په پکتیکا ولایت کې جوړ شي.
1 1 دقیقه لوستل