جمهور رئیس غني د پکتیا ولایت له یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو سره وکتل
کابل باختر د وري د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پر دویمه ورځ نن غرمه د دغه ولایت له یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې اصف خیل د نورو ځوانانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د جمهور رئیس برنامې مهمې اوګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې د سولې په راوستو او د زورواکو او فساد ضد مبارزه کې ستاسې تر شا ولاړ یوو او د برېښنایي تذکرو د ویش په برخه کې درنه قاطعیت غواړو.
هغه په دغه ولایت کې د متوازن انکشاف، د کادرونو د جذب، د قومندانۍ د موضوع په اړه د جدي څېړنې، اریوب ځاځي او ډنډپټان سرحدي ولسوالیو ته د جدي پاملرنې، پکتیا په اقتصادي زون بدلولو، ګمرک کې د فساد د مخنیوي او دغه راز په دولتي ادارو کې د استخدام پروسې پر شفافیت او چټکتیا ټینګار وکړ.
وروسته د پکتیا ولایت د ځوانانو ټولنې غړي عنایت الله زرمتي، د رڼاطبي علومو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر سمیع الله احمدزي، او د منګلو د ځوانو ټولنې غړې زیتون منګل په دغه ولایت کې ځوانانو او مدني ټولنو پر وړاندې پرتو ستونزو ته اشاره وکړه.
هغوی په پکتیا کې د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په خاطر د انسټیټیوټ د جوړولو، د طبیعي منابعو د ښه مدېریت، د ځمکو د تثبیت د موضوع، په راتلونکو ټاکنو کې د ځوانانو د رول، عصري دارالعلوم د جوړولو، امنیت او سولې، معارف ته د اساسي پاملرنې، د تخصصي پروګرام د تطبیق او ورزشي اسانتیاو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته د پکتیا ولایت ځوانانو او مدني فعالانو ته په خطاب کې وویل، مننه چې انرژي او مینه مو راکړه، موږ په بریالي ډول د نسلي بدلون اساسي پروګرام پیل کړ.
هغه زیاته کړه، ستاسې اراده ټینګه ده، ځکه تاسې د دې وطن جوړول غواړئ، په امنیتي برخو او راتلونکو ټاکنو کې هیڅ ډول مداخلو ته ځای نشته.
جمهوررئیس څرګنده کړه، وکیلانو ته مې ویلي چې د خپلو کړنو په اړه ولس ته حساب ورکړي، هیڅ وکیل زما استازی نه دی او زما په استازیتوب خبرې نشي کولای.
هغه وویل: کادرونه به د شفافیت او واضح معیارونو په اساس ځای پرځای شي، د هېواد لوړې زده کړې او معارف باید په پښو ودروو، دغه راز به په ښوونځیو کې د انټرنیټي خدمتونو اسانتیاوې د مخابراتو وزارت رامنځته کړي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه: مننه چې تړون او جرګې مو کړي چې ټول ماشومان به ښوونځي ته ځي، لویه پکتیا به په اساسي اقتصادي زون بدلوو.
هغه زیاته کړه، موږ د سولې لپاره ملي اراده لرو او په دې برخه کې مو بین المللي ټولنه هم قانع کړی ده.
د هېواد جمهوررئیس د پکتیا پر امنیه قومندانۍ د تروریستي برید د ارزونې په اړه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په عاجل ډول د قومندانۍ موضوع تعقیب او پایلې دې د ملي امنیت شورا ته وړاندې او معلومات دې د پکتیا ولس سره شریک کړي.پاى – ذکرالله