اقتصاد

جمهور رئیس غني: د پروژو په تطبیق کې د غیر موجه ځنډ په صورت کې د قانون مطابق نغدي جریمه تطبیقېږي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون اونیزه غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د لس پروژو او تدارکاتي موضوعاتو په هکله د بحث په پایله کې  ملي تدارکاتو کمیسیون د اسان- خدمت مرکز د لومړي مرکز د ودانۍ د جوړولو څارنه او ډیزاین، د پوهنې وزارت د څېړنیز مرکز د ودانۍ پروژې مودې تمدید، د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د عمومي کانال سربند تحکیماتي پروژې مودې تمدید او د ګردن دیوال چغچران سرک جوړولو پروژې مودې تمدید تائید کړل.
د مالیې وزارت د راپور مطابق اسان – خدمت پروژه په حکومتي ادارو کې چټک او اسان خدمات وړاندې کوي او په نورو هېوادونو کې یې مطلوب پایله لرله، په پیل کې به په کابل ښار او وروسته د ولایتونو په کچه په زونونو کې تطبیق شي.  د کمیسیون په دې ناسته کې د دې پروژې د ساختمان ډیزاین پولي ارزښت ۶۶ میلیون افغانۍ تصویب شو. 
له بل لور ي د کلیودبياجوړولواو پراختیا وزارت اړوندد نمیروز ولایت زرنج ښار د اوبو رسولو شبکې جوړول، د کابل ښاروالۍ د کابل ولایت  د ګردنه سخي اضافه کاري او د ملي ساختماني لابراتوار د تاسیس بودجې منظوري چې فواید عامې وزارت پیشنهاد کړی وو کمیسیون د زیاتې ارزونې او د تخنیکي نیمګړتیاو د له منځه وړلو په موخه بېرته ور واستول. پر دې سربېره د قیصار لامان سرک د لومړۍ او دویمې برخې د سروې او ډیزاین د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه د فرعي تړون لپاره تدارکاتي پروسه د نوې تدارکاتي پروسې په موخه رد شو.
جمهور رئیس غني د پروژو د مودې د تمدید په هکله د بحث په وخت کې څرګنده کړه، له دې وروسته چې که د پروژو په تطبیق کې له موجه دلیل پرته ځنډ پېښ شي د قانون مطابق به په شرکتونو نغدي جریمه تطبیق شي. نو لازمه ده پر ټاکلي وخت د پروژو تطبیق ته پام او دقیقه پلانګذاري وشي.
جمهور رئیس د لویو انکشافي پروژو د ډیزاین په هکله څرګنده کړه، داخلي خصوصي سکتور باید په دې برخه کې په خپلو ظرفیتونو پانګونه وکړي او دولت حاضر دی له هغوی سره همکاري وکړي.
ملي تدارکاتو کمیسیون یو ځل بیا په وزارتونو او بنسټونو لومړیتوبونو ته په پام د انکشافي بودجې د موثر او پر ټاکلي وخت د مصرف تینګار وکړ.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون او سیستیکا د شفافیت څارونکو هم ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته