سیاست

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې ټاکنو کې رایه ورکړه

کابل-باختر دتلی۲۸
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار اماني لېسې ته لاړ او هلته یې د رایو ورکولوپه مرکز کې د ولسي جرګې په ټاکنوکې خپله رایه ورکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباختر آژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو یې ملتیا کوله، له رای ورکولو وروسته ټولو هېوادوالو ته د ولسي جرګې ټاکنو د ملي پروسې د پیل مبارکۍ پرمهال وویل، بې باوري وه، نن په باور بدله شوه، شک په یقین بدل شو او انتقاد نن په همکاري بدل شو.
جمهور رئیس د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو څخه په مننې زیاته کړه: د هغه راپور په اساس چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د هغه سازمان امنیت شورا ته ورکړ، له تخنیکي پلوه دا بریالي ترتیبات دي چې تراوسه نیول شوي.
جمهور رئیس غني د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول هوایي ځواکونو څخه چې حساس او غیر حساس مواد یې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته انتقال کړل هم مننه وکړه وې ویل، دا یو لوی بریالیتوب دی او ټول چتمووالي په خپله افغانانو نیولي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، د ولسي جرګې له نوماندانو څخه له دې امله مننه کوم چې په ټاکنو کې کاندیدان شول، په ټاکنیزو مبارزو کې یې ګډون وکړ او خلک یې بسیج کړل،. هغه زیاته کړه، دا په اساسي قانون باورمندي ښيي. 
محمد اشرف غني وویل: په ځانګړي ډول غواړم له خپلو ټولو هېوادوالو مننه وکړم چې له اته میلیون زیات کسان مرکزونو ته لاړل، نومونه یې ثبت کړل او نن چمتو دي چې د افغانستان راتلونکی په خپله وټاکي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، کوم نوماندان چې انتخابېږي باید اساسي قانون، ملي ګټو او موضوعه قوانینو ته پابند وي او هغه قوانین وضع کړي چې د افغانستان خلک یې غواړي او اړتیا ورته لري.
د هیواد جمهور رئیس د ازادۍ د لارې او ترهګرۍ سره د مبارزې د شهیدانو یادونه وې ویل: شهید نوماندان چې وروستۍ یې جناب شهید قهرمان و، د رسنیو د کورنۍ شهیدان، څارونکي او ټول ملکي وګړي چې په دې پروسه کې یې پراخه ونډه لرله، د ازادۍ د لارې شهیدان دي.
جمهور رئیس غني وویل، له بین المللي تروریزم سره د مبارزې شهیدان چې وروستي شهیدان یې ستر جنرال عبدالرازق او ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل وو، د بین المللي تروریزم پر وړاندې ودرېدل او له دې خاورې یې دفاع وکړه.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې انتخابات د خلکو د غوښتنې په اساس یوه اوونۍ وځنډېدل، اما د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټول ترتیبات نیولي چې راتلونکې اوونۍ په هغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې وکړي.
جمهور رئیس وویل: غزنی یوازینی ولایت دی چې نن په کې ټاکنې نه کېږي، اما استاد دانش، انجنیر محمدخان او عبدالمتین بېګ موظف دي چې د ټاکنو نېټه له خلکو سره په مشوره ترتیب کړي چې په هغه ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو زمینه هم برابره کړي.
هغه څرګنده کړه، د دې هیواد د وګړي په توګه له ټولو هېوادوالو له هرې ښځې، نارینه، سپین ږیري، ځوان او هر افغان څخه زما هیله ده چې نن خپل دغه حق ادا کړي، ځکه رایه ورکول له یوه لوري حق او له بل لوري وجیبه ده.
جمهور رئیس د افغانستان د مشروطه غوښتوونکو یادونه وکړه وې ویل: ټولو مشروطه غوښتونکو او د افغانستان ملت د دغسې ورخې د را رسېدو هیله لرله.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د جمهوري ریاست ټاکنې به همدغسې په وخت او ټولو کوښښونو ترسره شي تر څو د افغانستان ملت خپل راتلونکی په خپله وټاکي.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد وویل: نن غواړم د افغانستان هر فرد ته مبارکي ووایم چې ټاکنو خپلواک کمېسیون وتوانېد دوی ته په ولسي جرګه کې د خپلو استازو د ټاکلو زمینه برابره کړي.
هغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کارکوونکو وغوښتل چې خپل بې پرېتوب وساتي، خلکو ته د رای ورکولو زمینه برابره کړي، د هر ډول تقلب مخنیوی وکړي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې په کارونو کې یې لاسوهنه وکړي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته