سیاست

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کمېټو له رئیسانو سره وکتل

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني په داسې حال کې چې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د دغې جرګې د کمېټو له رئیسانو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري ررياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د ولسي جرګې اداري پلاوي او د کمېټو رئیسانو له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د افغانستان د خلکو انتظارته یې د پای ټکی کیښود او د نوماندو وزیرانو د ټاکنې لپاره یې په اقدام لاس پورې کړ.
جمهور رئیس د ولسي جرګې اداري پلاوي او د دغې جرګې د کمېټو رئیسانو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژربه دی پخپله نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره دغې جرګې ته په رسمي ډول ور وپیژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته