جمهور رئیس غني د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورتي کتنه وکړه .
کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره د مشورتي ناستو په لړ کې پرون مازدیګر په ارګ کې غونډه لرله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د ایجاد په سر د را ولاړې شوې ستونزې د ډيپلوماتیک او سوله ییز حل په موخه له پاکستاني لوري سره د وروستیو مذاکراتو او هلو ځلو په اړه مشرانوته معلومات ورکړل شول .
ټولو سیاسي او جهادي مشرانو د تيرې غونډې د پرېکړې په تائید په تورخم کې د راولاړې شوې ستونزې په ډيپلوماتیک او سوله ییز حل ټینګار وکړ.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي او د مشرانو جرګې درئیس فضل هادي مسلمیار په ګډون د هېواد بېلابېلو سیاسي او جهادي مشرانو په دغه مشورتي غونډه کې ګډون درلود.