جمهور رئیس غني د هېواد رزمي ورزشکار احمدولي هوتک ته د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

کابل باختر دچنګاښ شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد رزمي ورزشکار احمدولي هوتک ته  چې په وروستیو کې یې خپل روسي سیال ته ماته ورکړه او همدارنګه یې په ټولو سیالیو کې خپله اتلواله ښودلې ده، د یو فرمان له لارې د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې اړه په ارګ کې د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې جمهور رئیس غني احمدولي هوتک د ورزش په برخه کې د ځان  او د افغانستان د خلکو استازی وباله، هغه هیله څرګنده کړه، چې د احمدولي هوتک هلې ځلې، بریاوې او لاسته راوړنې به افغان ځوانانو ته د پرمختګ او هڅونې لپاره یو ښه لارښود وي.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس د چارو ادارې عمومي ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د هېوادله لوبغاړو سره په ګډه مشوره د دوی ستونزې تشخیص کړي او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته