سیاست

جمهور رئیس غني د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورسېد

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې د ګډون په موخه په دوه ورځني رسمي سفر تېر ماښام پلازمېنې استانې ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني ته په استانه بین المللي هوایي ډګرکې د قزاقستان د پوهنې وزیر یرلان سګادیف، په کابل کې د قزاقستان استوګن سفیر او میرتای بیتي موف، د استانې ښار د والي مرستیال، په استانه کې د افغانستان سفیر قدم شاه شهیم او یو شمېر افغان ډیپلوماتانو هرکلی ووایه.
په پام کې ده چې د هېواد جمهور رئیس سبا د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو لومړنۍ ناسته کې ګډون وکړي او د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هېواونو له یو شمېر مشرانو سره کتنې ولري.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته