سیاست

جمهور رئیس غني د قرغزستان له جمهور رئیس سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګرپه تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان په څنډه کې د قرغزستان له جمهور رئیس الماس بیګ اتامبایوف سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو په پراختیا بحث او خبرې وکړي.
د قرغزستان جمهور رئیس وویل، هېواد یې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي او موږ له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړو.
هغه وویل هېواد یې د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د افغانستان د مثبتو اقداماتو هرکلی او ملاتړ کوي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوسپنې کرښې له لارې د دواړو هېوادونو د اتصال د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړي او د بريښنا کاسا ۱۰۰۰پروژه یې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروژې دې په راتلونکې کې لا زیاتې شي.
  جمهور رئیس غني وویل، د اورګاډي کرښې په اړه د مقدماتي مطالعاتو کارونه په خلاصېدو دي او د افغانستان له خوا بشپړ شوی دی، همدارنګه له ترکمنستان او تاجکستان څخه افغانستان ته د اورګاډي کرښې د غځولو کار روان دی او په نږدې وختونو کې به افغانستان ته ورسیږي، موږ چمتو یوو چې قرغزستان او ایران هم په دغه پروژه کې برخه واخلي چې د ټولو لپاره ګډې اقتصادي ګټې رامنځته کړي.
محمد اشرف غني وویل موږ په سیمه کې د انرژۍ د سوداګرۍ ثابت بنسټ کېښود او افغانستان په نږدې راتلونکي کې د انرژۍ د ټرانزيټ په مرکز بدلېږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته