سیاست

جمهور رئیس غني د قران عظیم الشان د ختم او کندهار او هلمند کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل/ باختر/ د لړم دمیاشتې ۷ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د دلګشا ماڼۍ جامع جومات کې د قران عظیم الشان د ختم او په کندهار او هلمند کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني او ټولو ګډونوالو د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو په ځانګړي ډول د شهید ستر جنرال عبدالرازق، شهید عبدالجبار قهرمان، شهید ډګرجنرال عبدالمومن حسین خېل، شهید صالح محمد اڅکزي او نورو شهیدانو روح ته دعا وکړه.
همدارنګه دوی په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هم دعا وکړه او د خدای تعالی په دربارکې  یې ټپیانو ته د روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر هیله وکړه.
په دغو مراسمو کې پر جمهور رئیس غني سربېره، د جمهوررئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق، جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول سیاف، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، د کابینې، ملي شورا، د عالمانو شورا، د سولې د عالي شورا او د سترې محکمې د عالي شورا ځینو غړو، د جمهور رئیس سلاکارانو، د وسله وال پوځ جنرالانو او منسوبینو، د شهید ستر جنرال عبدالرازق ورور تورنجنرال تادین خان، د شهید عبدالجبار قهرمان او شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل د کورنیو یو شمېر غړو او دوستانو او د هېواد ځینو ملي او سیاسي شخصیتونو ګډون درلود.# پای- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته