کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د غوراوي کمېټې په غوښتنه د دغې کمېټې غړو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې و شوه، په پیل کې د غوراوي کمېټې د دارالانشا رئيس شکرالله عاطف مشعل د دې کمیتې د کار لپاره د برابروشویو اسانتیاوو په هکله خپل کاري راپور جمهور رئيس ته وړاندې کړ.
ورپسې د غوراوي دکمېټې رئيس قضاوتمل جاوید رشیدي د کمېټې د کار په هکله غونډې ته معلومات ورکړل او د کمېټې د غړو په استازیتوب یې جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ چې د نوماندانو په انتخاب کې به د بې طرفۍ اصل رعایت شي.
ده وویل: تراوسه زموږ په اجراآتو کې هیڅ ډول مداخله نه ده شوې او ډاډ ورکوم چې زمونږ کاري استقلال به همداسې دوام وکړي.
رشیدي وویل: داخلي او د سلوک رفتار طرزالعمل او کاري مهالووېش مو چمتو او رسنیو سره شریک کړی دی.
د غوراوي کمېټې وویل، مونږ په څو پړاونو کې د کاندیدانو په اسنادو کار کوو او نهایي پړاو د ټاکنو قانون او مشخص معیارونو او طرزالعملونو په اساس فهرست بندي او په ټاکلي وخت کې بشپړېږي.
ده وویل، زموږ ټولې غونډې علني دي او د رسنیو او څارونکو په حضور کې جوړېږي.
پدې غونډه کې د غوراوي کمېتې غړې ماري اکرمي هم خبرې وکړې او ويې ویل، د لوړو زده کړو لرونکو مېرمنو خپل غوښتنلیکونه سپارلي او هیله لرم چې وړ او تکړه ښځې انتخاب شي.
جمهور رئيس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د غوراوي کمیټې د کار د اصولي او شفاف شېوې څخه د مننې په ترڅ کې وویل، پدې بهیر کې هیڅ ډول سیاسي مداخلې ته اجازه نه ورکول کېږي. هغه زیاته کړه، زه د هیچا سپارښتنه نه کوم او پدې بهیر کې مداخله جرم دی.
جمهور رئيس وویل، دا بهیر دې په شفافه توګه ترسره شي او د کاندیدانو انتخاب دې هم د مرکو او بشپړ شفافیت له مخې، د بېلابېلو ارګانونو د استازو په حضور کې ترسره شي.
جمهوررييس وویل، د غوراوي کمېټې کار باید په پوره شفافیت ترسره شي، تر څو خلک په ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونوکمیسونونو باور وکړي.
جمهور رئيس پدې بهیر کې د ګډون په موخه د ښځو لیوالتیا وستایله او ویې ویل دا چې ښځو په دې پروسه کې لېوالتیا ښودلې، خوشاله یم، ځکه افغان ښځو اوس د ځان په استازیتوب خپل غږ پورته کړی او خبرې کوي.
جمهور رئیس غني وویل: د اعتماد ذهنیت باید رامنځ ته او هر څه علني وي. هغه ټینګار وکړ چې د شفافو ټاکنو ترسره کولو لپاره هر ډول چمتووالی نیول شوی دی.
جمهور رئیس د غوراوي کمېټې غړو ته په خطاب کې وویل، سل په سلو کې ستاسو د استقلالیت ملاتړ کوم، هر څوک چې په دې پروسه کې مداخله وکړي مجرم ګڼل کېږي او تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي.
پدې کتنه کې د چارو ادارې لوى رئيس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئيس ستر سلاکار نادر نادري، د غوراوي کمېټې رئيس قضاوتمل جاوید رشیدي، د دارالانشا رئيس شکرالله عاطف مشعل او د دې کمیتې غړیو ډاکټر عبدالله شفایي، ضیا احمد لنګري، ماري اکرمي او یوسف رشید ګډون کړی وو.
0 2 دقیقې لوستل