کابل باختر د زمري د مياشتې٢٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت له ښځو سره وکتل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د ولایت په مقام کې وشوه، د غزني ولایت ښځو د لوړو زده کړو، امنیتي ستونزو او روغتیایي خدمتونو په برخو کې خپلې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې او د غزني د ځوانانو، په ځانګړي ډول ددغه ولایت ښځو ته یې د تحصیلي بورسیوغوښتنه وکړه.
جمهوررئیس د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د ډاکټرانو او قابلو اتلولي او مېړانه چې په سختو شرایطو کې یې په روغتونونو او کلینیکونو کې فعالیت درلود، وستایله.
جمهور رئیس غني وویل: راتلونکې اوونۍ د ښځو یو لوړ پوړی پلاوی غزني ته راځي، تر څو د ښځو ټولې ستونزې وارزوي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي. #
پای – ذ