کابل باختر د چنګاښ دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي یې تيره شپه په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني او ملګری پلاوی ته یې پرون مازدیګر د جدې په نړیوال هوایي ډګر کې د جدې والي والا حضرت امیر مشعل تود هرکلی ووایه.
د هېواد جمهور رئیس او ملګری پلاوی یې مکې مکرمې ته له رسيدو وروسته د عمرې حج د اداکولو لپاره بیت الله شریـف ته لاړل او په مسجدالحرام کې د دوه رکعته لمانځه له ادا کولو وروسته یې د خدای تعالی په دربار کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا وکړه.
همدارنګه جمهور رئیس او ورسره پلاوي د لوی خدای په دربارکې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین، د افغانانو د وحدت او یووالي، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغانانو د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره دعاوې وکړې .
0 1 دقیقه لوستل