سیاست

جمهور رئیس غني د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هېواد د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه،  د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلامیه د دغې شورا د غړي مولوي عطاالله لودین له خوا  ولوستل شوه.
د عالمانو سراسري شورا په خپلې اعلامیه کې له ټولو چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو څخه غوښتي دي چې د روژې د مبارکې میاشتې فضائل او احکام خپاره او له هر ډول مبتذلو خپرونو څخه ډډه وکړي.
د هېواد د عالمانو سراسري شورا په خپلې اعلامیه کې د سولې ټینګښت د لوی خدای امر، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ارشاد او د افغانستان د مسلمان ملت حیاتي او اساسي اړتیا بللې او د افغانستان په ټولو علمای کرامو، قومي مشرانو، مجاهدینو او مدني ټولنو یې غږ کړی دی چې هرڅوک په خپل وار او تر خپلې وسې د روغې جوړې لپاره هلې ځلې وکړي.
د عالمانوشورا، د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي نوامیسو ساتوونکي بللي او په ټول افغان ولس یې غږ کړی دی چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره پراخې هلې ځلې وکړي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له غړو څخه مننه وکړه چې د انبیاوو د وارثانو په توګه یې تل د ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه کړې ده او ولس یې په تیاروکې له تګ څخه منع او په نیکه لاره تللو ته یې رهنمایي کړی دی.
جمهور رئیس غني د هېواد له دیني عالمانو وغوښتل چې د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د سولې د فضیلت او ارزښت په باب په دوامدار ډول پراخ معلومات ورکړي او د سولې په بهیرکې ګډون ته یې راوبولي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ټینګار وکړ هر هغه څوک چې افغان دی او افغانستان مني د سولې د ټینګښت په موخه باید مذاکرې ته حاضر شي.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني ډاډ څرګند کړ چې د هېواد په لویو ښارونو کې د اقتصادي پروژو په پلې کېدو سره به  افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته