جمهور رئیس غني د شهید اباسین پلار سره غمشریکي وکړه

کابل باختر د ثور د مياشتې ١٢:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د اباسین پلار حاجي عبدالغفور سره چې انسان تښتونکوشهید کړی، همدردي او غمشریکي وکړه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
جمهور رئیس وویل، پر دغه پېښه سخت خواشینی دی او د شهید اباسین له کورنۍ او دوستانو سره په ویر اوغم کې ځان شریک بولي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، اړونده ارګانونو ته یې د دغې دردناکې پېښې پر عاملانو د عدالت د تطبیق په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.