سیاست

جمهور رئیس غني د سعودي عربستان د پادشاه پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

کابل باختر   دسلواغې دريمه :
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سعودي عربستان د پادشاه او خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.
انالله وانااليه راجعون
د افغانستان د اسلامې جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: اعلیحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز به د افغانستان د مسلمان ملت او د هغوی د جهاد د یو تل پاتې دوست په توګه همیشه د افغانانو په زړونو کې ځای ولري. مرحوم ملک عبدالله تل د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړی و.
جمهور رئیس غني د اعلیحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز مړینه اسلامي نړۍ ته یوه لویه ضایعه ګڼي او شاهي کورنۍ، د ورور هېواد سعودي عربستان خلکو او حکومت او ټولې اسلامي نړۍ ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او متوفی ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته