کابل باختر د کب اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سریلانکا د نوي سفیر ګګن پولاستي بلاتسینګهالا باورلیک په یو لړ تشریفاتي مراسمو کې ومانه.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د سریلانکا نوي سفیر د هغه هېواد د جمهور رئیس او لومړي وزیر نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې.
وروسته دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس وویل، غواړو د هندوستان په څېر سریلانکا سره هم د هوایي کوریدور د ایجاد له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړو.
جمهور رئیس غني وویل، سریلانکا د نرسانو د روزنې لپاره ښه بنسټونه او همدارنګه د کرنې په برخه کې زیاتې تجربې لري او افغانستان علاقمند دی چې له دغو تجربو څخه ګټه واخلي.
د سریلانکا نوي سفیر ګګن پولاستي بلاتسینګهالا په افغانستان کې د خپل ماموریت په پیلولو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د ماموریت په وخت کې به کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې له پخوا ډېرې پراخه کړي.
2 1 دقیقه لوستل