جمهور رئیس غني د زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په مناسبت د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده
کابل باختر د زمري اته ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۹۶ کالیزې په مناسبت په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د استقلال د څلي پر وړاندې پرځاى شول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي ورسره ملګرتیا کوله او د ملي اردو سرتیري د درناوي په دود په منظمو لیکو کې ولاړ و، او ملي سرود د بانډو د ټیم له خوا غږول کېده، د هېواد د استقلال د معرکې اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ویاړ او هغوی ته د احترام لپاره د استقلال څلي ته د ګلو ګیډۍ کېښوده .
په دغو مراسمو کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمدضیا مسعود، د سترې محکمې رئیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مشرانو جرګې مرستیال، د کابینې، ملي شورا اود سترې محکمې غړو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، په افغانستان کې د ناټود ځواکونو لوی قوماندان، د وسله وال پوځ ځینو جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د بهرنیوهېوادونو یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو ګډون کړی و.#