سیاست

جمهور رئیس غني: د درې ګونو قواوو د رئیس په توګه زما ژمنه دا ده چې د دغو قواوو ترمنځ تعادل رعایت شي

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني  په مشري تېره شپه د څلورو زونونو د وکیلانو، سناتورانو او د کابینې د غړیو ګډې ناستې پیل شوې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دا ناسته د مقننه قوې او اجرائیه قوې تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د زیاتوالي په موخه په ارګ کې جوړه شوې وه، په پیل کې جمهور رئیس وویل، خوښ یم چې د ملي شورا د رخصتیو په ورځوکې مو له خپلو موکلینو سره وکتل او اوس د هغوی غوښتنې او ستونزې د کابینې له غړیو سره شریکوئ.
جمهور رئیس غني وویل، د هر زون وکیلان او سناتوران کولی شي د خپلو موکلینو اړتیاوې، غوښتنې او ستونزې په مستقیم ډول له حکومت سره شریکې کړي، ترڅو د کابینې غړي ځواب ووایي او امکاناتو ته په پام د خلکو ستونزې حل شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، مشوره یو شرعي اصل دی او په همدې اساس به دا بهیر د هېواد له مشرانو، سناتورانو، وکیلانو، والیانو او ښاروالانو سره ادامه ولري.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د هوساینې، د ملي ګټو د تامین، د خدماتو د وړاندې کولو، د همکارۍ فضا د رامنځته کولو او دولت ته د خلکو د ښې لاسرسۍ په خاطر د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي د خلکو ډاډ زیاتوي.
جمهور رئیس غني وویل، تېر کال درې واړو قواوو زیات کوښښونه وکړل او لاسته راوړنې یې هم لرلې چې د دغو قواوو ترمنځ د زیاتې همکارۍ، همغږۍ او تحرک له امله به دا قواوې راتلوونکی کال هم زیاتې لاسته راوړنې ولري.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د درې ګونو قواوو د رئیس په توګه زما ژمنه داده چې د دغو قواوو ترمنځ لازم تعادل رعایت شي.
په دې ناسته کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، له حکومت څخه د خلکو ملاتړ د نظام اساس تشکیلوي او د قواوو ترمنځ د زیاتو اړیکو تامین کولی شي د ملت او دولت ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم د ملي شورا په استازیتوب د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ په ترڅ کې د حکومت او ملي شورا د ګډو ناستو جوړولو د نوښت له امله د جمهور رئیس قدرداني وکړه.
د ولسي جرګې رئیس وویل، دغه ډول ناستې بې سارې دي او د دولت په هکله د خلکو امیدواري زیاتوي. هغه زیاته کړه، دا ناستې د دې لامل کېږي چې د خلکو اړتیاوې د دوی د استازو له لارې په مستقیم ډول له حکومت سره شریکې شي.
همدارنګه د مرکزي زون (کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، میدان وردګ، غزني او بامیان) وکیلانو او سناتورانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو په هکله خبرې وکړې.
هغوی د امنیتي، د سیمه ییزو پولیسو، اداري فساد، د غیر مسوولو وسله والو، زده کړې، روغتیا، برېښنا، کرنې، د خصوصي سکتور، د کدرونو د استخدام، د انکشافي پروژو او د ځمکو له غاصبینو او زورواکانو سره د مبارزې د ستونزو په هکله خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.
وروسته د مالیې، ملي دفاع، کلیو پراختیا، د اوبو او انرژي، عامې روغتیا، پوهنې، فواید عامې، کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست د وکیلانو او سناتورانو پوښتنې ځواب کړې او خپل راتلوونکي پلانونه یې له هغوی سره شریک کړل.
دا ناستې د ملي شورا د نوي دور تر پرانیستې پورې ادامه لري، د بېلابېلو زونونو وکیلان او سناتوران به د خپلو موکلینو وړاندیزونه او اړتیاوې په کې مطرح کړي او د اړوندو سکتورونو وزیران به د حل لارو د وړاندې کولو په ترڅ کې د لاسته راوړنو، پلانونو، ننګونو په هکله د ملي شورا استازو ته معلومات ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته