-کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ښار د دارالایتامونو ماشومانو سره د لوی اختر مبارکي وکړه او عیدي یې هم وويله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د کار او ټولنیز چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې ډاکټرې نسرین اوریاخېل خبرې وکړې او د جمهور رئیس او لومړۍ مېرمن له ملاتړ څخه یې مننه وکړه. هغې وویل، د هېواد د هر ماشوم حق دی چې له ښوونې او روزنې څخه برخمن شي.
ډاکټرې اوریاخېل وویل، د دارالایتامونو برخو کې زیاتې ستونزې موجودې دي او اړتیا ده چې د ماشومانو د ملاتړ په موخه په مالیې وزارت کې یو مالي کوډ پرانیستل شي.
د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې وویل، موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، تر څو وکولای شو یو سالم نسل ټولنې ته وړاندې کړو.
په دې کتنه کې جمهور رئیس غني د دارالایتامونو ماشومانو او د هغوی روزونکو ته د اختر د مبارکۍ پرمهال وویل، هېواد ستاسو د پلرونو د قربانیو پوروړی دی او تاسو فکر مه کوې چې یوازې یئ، زه د ټول افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د شهیدانو د کورنیو خادم یم.
جمهور رئیس زیاته کړه، اوس چې موږ دلته ژوند کوو دا ستاسو د پلرونو د سرښندنو محصول دی.
محمد اشرف غني ماشومانو ته په خطاب کې وویل، جمهوري ریاست ارګ ته چې د افغانستان د خلکو کور دی ښه راغلاست، د دې تاریخي ځای ټولې برخې وګورئ او هیله ده چې په راتلونکي کې له تاسو څخه یو تن د افغانستان جمهور رئیس شي.
1 1 دقیقه لوستل