جمهور رئیس غني د حاجیانو د لېږد د پروسې د پیلولو هرکلی وکړ
کابل باختردزمري دمياشتې ٢٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو د لېږدونې د بهیر د پیلولو هرکلی وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د جمهور رئیس غني په لارښوونه د حاجیانو د لېږدونې کمیسیون او د حج او اوقافــو وزارت مسوولینو ته دنده سپارل شوې، چې حاجیانو ته داسې تدابیر ونیسي، چې له امله یې ټول افغان حاجیان په ډاډ او آرامه روحیه انتقال شي او په پوره آرامۍ د حج سپېڅلې فریضه ادا کړي.
جمهوررئيس هیله څرګنده کړه، چې د حاجیانو د لېږدونې پروسه دې د دوی تر بېرته راستنېدو پورې په بریالیتوب ترسره شي.
د حاجیانو د لېږدونې د عملیاتي پلاوي د راپور پر بنسټ سږ کال افغان حاجیانو ته د تېرو کلــــونو په پرتله ډېرې آسانتیاوې لکه د ټکټونو د بیې ټیټوالی، په سعودي عربستان کې د استوګنې او خوړو زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
نن پنجشنبه د زمري په ۲۹ د حاجیانو د لېږدونې د عملیاتي پلاوي او د حج او اوقافو وزارت د مسوولینو په حضور کې د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه د بیت الله شریف په لور والوته .
په پام کې ده چې سږکال څلرویشت زره دوه سوه اووه پنځوس تنه حاجیان له کابل ، هرات، کندهار او مزارشریف څخه په څلورو اوونیو کې د یوې شفافې پروسې له لارې د الهي فریضې د ادا کولو په مقصد بیت الله شریف ته ولېږدول شي.