کابل باختر د وږي څليرويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني د جنوب ختیځو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتیا ته سفر وکړ.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ
په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د پکتیا والي او د جنوب ختیځو ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو جمهور رئیس ته هرکلی ووایه او د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته په امنیتي غونډه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعورګل د جنوب ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه جمهور رئیس ته راپور ورکړ.
د مسوولینو د اجراتو د راپورونو، لاسته راوړنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلاکتنو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
هغوی امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس د پاملرنې او ملاتړ او د دوی د ستونزو د حل له امله مننه وکړه او وې ویل، په ټینګه اراده د افغانستان او ولس دفاع او ساتنه کوي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
همدارنګه یې د البسې په برخه کې شته ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او په بهر کې د نظامي روزنې او تحصیلاتو په موخه یې د تحصیلي بورسونو غوښتنه هم وکړه.
جمهور رئیس غني د ۲۰۳ تندر قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: ستاسو د بېدرېغه قربانیو او هلو ځلو له امله له تاسو او ستاسو له کورنیو مننه کوم چې صادق او خدمتګار اولادونه یې روزلي دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دامریکا متحده ایالات به په راتلوونکو دوه اوونیو کې ۶ هلیکوپترې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړي. هغه زیاته کړه، د قول اردوګانو صلاحیت زیات شوی دی.
جمهور رئیس وویل، ۲۰۳ تندر قول اردو د هېواد له غوره قول اردوګانو څخه ده چې ستاسو له برکته یې دښمن ته د جګړې په ډګر کې تل ماتې ورکړې.
ورپسې جمهور رئیس د ۲۰۳ تندر قول اردو د غونډو په تالار کې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې د جنوب ختیځو ولایتونو نظامي او امنیتي مسوولینو، د پکتیا مشرانو، د ولایتي شورا وکیلانو او د مدني ټولنې غړو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ډګر جنرال عبدالحمید حمید جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس د همېشنۍ پاملرنې او ملاتړ قدرداني یې وکړه.
ورپسې د پکتیا والي شمیم کټوازي جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه چې دښمن ته یې ماتې ورکړه. هغه زیاته کړه، د پکتیا مشران د ستونزو پرمهال تل د نظام او حکومتونو په ملاتړ ودرېدلي، خو د امتیازاتو او بیا رغاونې پرمهال یې حقونو ته يې پام نه دی شوی.
د پکتیا والي وویل، ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، سړکونه او لویې لارې خرابې دي، د پکتیا ولسونو سره ژمنې نه دي عملي شوي. هغه زیاته کړه، د جنوب ختیځ زون د مرکز په توګه دې له پکتیا سره هم د هېواد د نورو زونونو په څېر چلند وشي.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس ډاکټر الا میر بهرامزوی د پکتیا د ولسونو په استازیتوب خبرې وکړې او همدارنګه یې له حکومت او د جمهور رئیس ملي، اقتصادي او ټولنیزو برنامو څخه د پکتیا د ولسونو په استازیتوب ټینګ ملاتړ اعلام کړ.
ده وویل، پکتیا ته دې لومړۍ درجه ولایت ته ارتقا ورکړل شي، سرکونه دې جوړ او ډنډ پټان دې رسمي ترانزیتي مرکز شي. د ګمرک اساسي تاسیسات دې جوړ او تشکیلات اضافه شي. ګردېز حلقوي سرک دې جوړ او د پوهنې بودجه دې زیاته شي، پکتیا پوهنتون کې دې د شرعیاتو، کمپیوټر ساینس او ژورنالیزم پوهنځي تشکیل شي.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس وویل: د صنعتي پارکونو، د برېښنا، اوبو لګولو، د کرنې او مالدارۍ، د کدري روغتون ودانۍ جوړولو، د کلینیکونو ارتقا، د ښځینه ډاکټرانو او د ولسوالیو د سرکونو د ستونزو حل ته دې اساسي پام وشي.
جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال د پکتیا د ولسونو له حوصله مندۍ څخه مننه وکړه او وې ویل، زما لومړۍ دنده دا وه چې د افغانستان بقا تامین کړم او په تېرو دوه نیمو کالو کې دا کار شوی دی. که نړۍ مو نه وای قانع کړې، نو زموږ د ۴۰ کلونو ستونزې نه حلېدلې.
د هېواد جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې، هلو ځلو او سرښندنو قدرداني وکړه او د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو ته په خطاب کې یې وویل: پرون تاسو وښوده چې برېښنا غوندې چټک حرکت کوئ او څوک مو مخه نشي نیولی.
جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، غواړم ستاسو له میندو، پلرونو او کورنیو څخه مننه وکړم چې د دوی د سالمې روزنې او ستاسو د مېړانې، وطنپالنې او مبارزې له برکته سږکال په ټول هېواد کې افغانانو نېکمرغه لوی اختر په خوښۍ ونمانځه، ځکه تاسو د برحقه مبارزې په سنګرونو کې شپه او ورځ ویښ ناست وئ.
محمد اشرف غني د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولینو څخه د ښې رهبرۍ او همغږۍ له امله مننه وکړه او همدارنګه یې په جنوب ختیځ زون کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دغه زون د ولسونو د همکارۍ قدرداني هم وکړه. هغه زیاته کړه، ستاسو د ملاتړ او همغږۍ له برکته د هېواد په هیڅ زون کې سیمه ییز پولیس د دې زون په څېر بریالي نه و.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان ستراتیژیک وضعیت بنیادي بدلون کړی او دښمن ته مو پیغام دادی چې په جنګ کې نشۍ بریالي کېدلی، نو د سولې لاره اختیار کړئ. هغه څرګنده کړه، د جرګو وطن کې بېرته وخت د جرګو دی او له همدې لارې باید تلپاتې سولې ته ورسېږو. ځکه افغانان نور په وینو کې ژوند نشي کولی، دوی تلپاتې او باعزته سوله غواړي.
جمهور رئیس غني په ټینګار وویل، په سیاسي ډګر کې باید همغه څه وګټو چې په نظامي میدان کې مو ګټلي دي. او دا ځل یې د سیاست په ډګر کې ځکه ګټو چې ټول خلک په اساسي توګه د سولې په اړه اجماع لري.
جمهور رئیس د لویې پکتیا په مشرانو غږ وکړ چې د سولې لپاره جرګې جوړې او د هېواد هرې سیمې او برخې ته یې پراخه کړي. هغه زیاته کړه، دښمن نشي کولای چې د نفاق له لارې زموږ وروڼه قومونه سره ووېشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، هغوی چې فکر کوي د لویو او ترانزیتي لارو په تړلو سره په موږ فشار راوړلی شي په غلطه دي، ځکه افغانستان په یوې لارې او هېواد پورې محدود نه دی، بلکې مختلفې لارې لري.
محمد اشرف غني وویل، غواړم د بودجې په اړه زون په زون بحث وشي، ترڅو ټول افغانستان په کې ځانونه وویني. هغه زیاته کړه، د پکتیا مشرانو سره په ګډه سلا به د پکتیا د کرنې، کانونو او پوهنې په اړه اساسي پایلې ته ورسېږو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ګردېز ښار لپاره موثرې طرحې غواړو او دلته غصب شوې ځمکې د چا شخصي نه، بلکې د افغانستان د ولس ملکیت دی او د قانوني استفادې لپاره به یې د ولس په واک کې ورکړو.
جمهور رئیس غني د پکتیا مشرانو ته وویل، ستاسو د وړاندیزونو او غوښتنو د عملي کولو لپاره به له اړوندو وزارتونو سره د اساسي حل په موخه ګډ بحث وکړو او د حل امکانات به یې وسنجوو.
د هېواد جمهور رئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ستاسو مېړانې او سرښندنو دا فرصت راکړ چې نړۍ په دې قانع کړم چې افغانستان ژوندی ولس دی او خپل راتلونکی په خپله جوړولی شي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان د وینا پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، ستاسو لارښوونې مو واخیستې او د هېواد او ولس د امنیت د تامین په برخه کې به له هیڅ ډول سرښندنو څخه ځان درېغ نه کړي.
همدارنګه د پکتیا مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ورته د پولیسو تندیس سمبول ډالۍ کړ.
د دغه سفر په جریان کې جمهور رئیس د ۲۰۳ تندر قول اردو ۱۰۰ بستریز روغتون کې د بستري ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه او د دغه روغتون ډاکټرانو ته یې د هغوی د ښې درملنې لارښوونه وکړه. #ختم- ع
0 6 دقیقې لوستل