-کابل باختر د لړم نولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د جاپان د نوي سفیر میتسوجي سوزوکا باورلیک په یو لړ تشریفاتي مراسمو کې ومانه.
دجمهوري رياست دوياند دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ .
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي هم حضور درلود، د جاپان نوي سفیر خپل باورلیک جمهور رئیس غني ته وړاندې کړ. نوموړي جمهور رئیس ته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپلو کوښښونو ډاډ ورکړ او وې ویل، په بېلابېلو برخو کې به د زیاتو همکاریو د فضا برابرولو کوښښ وکړي.
د هېواد جمهور رئیس ښاغلي سوزوکا ته د نوې دندې مبارکي وویله او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې یې د جاپان د همکاریو قدرداني وکړه. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا په ځانګړي ډول د اقتصادي او انکشافي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
0 1 دقیقه لوستل