سیاست

جمهور رئیس غني د تورخم او ګوشتې ولسوالۍ د شهیدانو له وارثینو سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو شهیدانو له کورنیو سره چې ځانونه يې په تورخم او ګوشتې ولسوالۍ کې له هېواد او خلکو څخه د دفاع په لار کې قرباني کړل وکتل او هغوی ته یې یو ځل بیا د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور رئیس د خدای تعالی په دربار کې د تورخم او ګوشتې ولسوالۍ شهیدانو ته  د فردوس جنت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه.
جمهور رئیس وویل:  مننه چې خپل بچیان مو د وسله‌والو ځواکونو په لیکوکې شامل کړي، ځکه د دوی زړورتیا او فداکاریو زموږ ملي یووالی لاپياوړی کړ.
محمد اشرف غني د شهیدانو وارثینو سره د نغدي مرستو پرمهال وویل، د شهیدانو کورنیو سره د دوامدارې مرستې په یو اساسي میکانیزم کار جریان لري.
په دغه لیدنه کې د شهیدانو د وارثینو له جملې یو کس د نورو په استازیتوب خبرې وکړي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته یې د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه.
هغه وویل، موږ له وطن نه د دفاع په خاطر تل خپلې سینې سپر کړي او زموږ نور بچیان هم د هېواد  د دفاع لپاره چمتو دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته