-کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، داوروژنې ریاست، اوبو رسولو ریاست او برېښنا شرکت ریاست کارکوونکو سره د لوی اختر مبارکي وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د هغه بنسټ د کارکوونکو په استازیتوب خبرې وکړې. نوموړي جمهور رئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن ته د اختر مبارکۍ پرمهال وویل، د برېښنا شرکت کارکوونکي د ټولو ستونزو باوجود کوښښ کوي چې د برېښنا رسولو خدمات په سمه او منظمه توګه هېوادوالو ته وړاندې کړي.
وروسته د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس انجنیر عبدالتواب احمدي خبرې وکړې او د تنظیف د یو کارکوونکي حالت یې په یوه لیکنه کې ولوست او د تنظیف برخې کارکوونکو ستونزې یې بیان کړې.
ورپسې جمهور رئیس د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، داوروژنې ریاست، اوبو رسولو ریاست او برېښنا شرکت ریاست کارکوونکو ته د لوی اختر د مبارکۍ په ترڅ کې وویل، هر څه چې په ښار کې لرو ستاسو له برکته دي که برېښنا ده، که د ښار پاکوالی دی او که د خلکو کورونو ته اوبه رسېږي دا ټول ستاسو د فعالیتونو له برکته دي.
جمهور رئیس زیاته کړه، هر څوک چې په دې وطن کې په صداقت کار وکړي د جمهور رئیس په توګه د هغوی قاطع ملاتړ وکړم.
جمهور رئیس غني هغوی ته په خطاب کې وویل، زما ژمنه داده چې مستحق او اړ خلک د مسکن او جایداد خاوندان شي.
0 1 دقیقه لوستل