جمهور رئیس غني د ترکمنستان د وزیرانو شوراله مرستیال سره وکتل
کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال یخشي ګلدي کاکایوف او ملګري پلاوي سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د ټاپي پروژې د کار د پرمختګ، د برېښنا او نوري فایبر د لېږد، سوداګریزو همکاریو، د اقینه – اندخوی د اورګاډي کرښې د جوړولو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې.
ښاغلي کاکایوف وویل، د ترکمنستان حکومت او خلک له افغانستان سره د ښو مناسباتو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته لېواله دي. هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ زیاتې زمینې برابرې دي.
جمهور رئیس غني د ټاپي پروژې د تطبیق په موخه د پانګونې د ابتدایي موافقتنامې د لاسلیک او د همغږي د ایجاد په برخه کې د ښاغلي کاکایوف رول او هلې ځلې وستایلې.
د هېواد جمهور رئیس د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې د افغانستان د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او وې ویل، افغانستان د پانګونې په لومړي پړاو کې د خپلې ونډې ورکولو ته تیار دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له ترکمنستان سره د افغانستان ستراتیژیکو اړیکو ته په اشارې سره دترکمنستان د ښه او نېک ګاونډي په توګه یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې او اقتصادي همکارۍ د پراختیا په حال کې دي .