سیاست

جمهور رئیس غني د بلجیم له پاچا اعلیحضرت فلیپ سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ ٢١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تيرماښام د بلجیم پاچا اعلیحضرت فلیپ سره د هغه هېواد په شاهي ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس   دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او بلجیم تر منځ د اړیکو او همکارۍ د ارزښت، د هغو د لا پراختیا او د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس د کار د پرمختګ د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وکړې.
د بلجیم پاچا جمهور رئیس غني ته د اوربند د نوښت مبارکي وویله او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو  له پروسې سره یې خپل ملاتړ اعلام کړ. هغه زیاته کړه، هېواد به یې د مهم ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ پاتې شي.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې د بلجیم هېوادد پاچا له ملاتړ څخه په مننې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس جوړولو د کوربه توب قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، افغانستان د بلجیم په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته