کابل_ باختر_د غبرګولي د مياشتې ١٧مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د آذربایجان د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي وحدت محمد آغا سلطان زاده باورلیک په داسې حال کې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، جمهور رئیس غني او د آذربایجان نوي نا استوګن سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
د آذربایجان نوي نا استوګن سفیر د هغه هېواد د جمهور رئیس او د بهرنیو چارو د وزیر سلامونه او نیکې هیلې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته و رسولې.
ده وویل چې افغانستان او آذربایجان دوه وروڼه هېوادونه دي چې شاوخوا زر تنه افغانان په آذربایجان کې ژوند کوي او د آذربایجان حکومت د هغوی له کار او فعالیت څخه راضي دی.
ښاغلي وحدت محمد آغا سلطان زاده څرګنده کړه چې آذربایجاني سوداګر او پانګه وال دې ته لېوال دي چې په افغانستان کې په اقتصادي او فرهنګي برخوکې پانګونه وکړي او په دې اړه به د روان کال تر پایه پوري عملي ګامونه پورته شي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د آذربایجان له نوي نا استوګن سفیر ښاغلي وحدت محمد آغا سلطان زاده څخه وغوښتل چې د ده تاوده سلامونه او نیکې هیلې هم د آذربایجان جمهور رئیس ته ورسوي.
جمهور رئیس غني وویل: موږ غواړو چې تر راتلوونکو دوه کلونو پورې خپله په سلوکې اویا سوداګري د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې چې د لاجوردو د لارې په نامه یادېږي، ترسره کړو.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د پانګې اچونې له امله د آذربایجان پریکړه وستایله او څرګنده یې کړه چې دغه پانګونې دې په بېخ بنسټیزو برخوکې په کار واچول شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې افغانستان هر کال له یو ملیون ټنو سمنټو څخه استفاده کوي او په دې برخه کې پانګونه به د افغانستان او آذربایجان په ګټه وي.
جمهور رئیس غني د آذربایجان له لوري وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره دې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ښاغلي وحدت محمد آغا سلطان زاده ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د افغانستان لپاره د آذربایجان نوي نا استوګن سفیرهم د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت د پیل کېدو له امله خوښي څرګنده کړه، ويې ویل چې د خپل ماموریت په دوره کې به هڅه وکړي چې د دواړوهېوادونوترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې شي.#
0 2 دقیقې لوستل