جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ له ډلې سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٤مه:
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ له ډلې سره نن ماښام په اسلام آباد کې په خپل استوګنځي کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د روحیې د پیاوړتیا په باب خبرې وشوې.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په بېلابېلو برخوکې د افغانستان او پاکستان د دولتونو، بنسټونو او ولسونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د مناسباتو د ودې او د اعتماد د فضا د برابرولو لپاره مهمه وبلله.
جمهور رئیس غني وویل: بې اعتمادي موجوده ده؛ خو لومړى باید د دې بې اعتمادي لاملونه وپیژندل شي او وروسته د هغوی د له منځه وړلو لپاره ګډ، دوامداره او په ځای اقدامات تر سره شي.
د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له جوړېدوڅخه خپل ملاتړڅرګند کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د نوي فصل پیل یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي  لپاره یو غوره فرصت وباله.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې تر اوسه پورې په کابل او اسلام آباد کې یوولس ځلې لیده کاته کړې دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته