سیاست

جمهور رئیس غني د ابوظبي د سوداګرۍ خونې له رئيس او غړو سره وکتل

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې٢٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د عربي متحده اماراتو په پلازمينه په خپل استوګنځي کې د ابوظبي د سوداګرۍ د خونې له رئيس او غړو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد جمهور رئيس د کانونو، مخابراتو، کرنې او هوايي چلند په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخوکې د پانګونې لپاره د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئيس په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د پانګونې له امله د مننې په ترڅ کې وويل چې د افغانستان په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د مخابراتو، د تيلو او ګازو د را ايستلو، د مرمر ډبرو، هوایي چلند، کرنې ،په خاصه توګه د زعفرانو په شمول په نورو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي ،نوځکه تاسو ته بلنه درکوم چې په افغانستان کې په دغو او نورو برخو کې پانګونه وکړئ.
جمهور رئيس وویل چې د افغانستان حکومت د کانونو په برخه کې د فساد د له منځه وړلو لپاره ژمن دی او د پانګه والو د امنیت ټينګښت يې له کاري لومړيتوبونو څخه ګڼل کېږي.
جمهور رئيس غني وویل چې زموږ هېواد به په راتلوونکو ۲۰ کلونو کې د مسو او اوسپنې له سترو توليدونکو هېوادونو څخه واوسي.
په مقابل کې د ابوظبي د سوداګرۍ د خونې رئيس او غړو د هېواد له جمهور رئیس څخه د مننې په ترڅ کې د هوایي چلند، مخابراتو، کانونو، تيلو او ګازو او کرنې په برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ يې د پراخو اړيکو اوهمکاريوغوښتنه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته