کابل باختر د ثور درې ويشتمه
د کلیو دبياجوړولواو پراختیا وزارت د لومړیو سلو ورځو پلان نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په یوه ناسته کې چې د کلیو دبياجوړولواو پراختیا وزیر نصیر احمد دراني او د دغه وزارت د رهبرۍ هيئت هم پکې برخه اخیستې وه، تربحث لاندې ونیول شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې لومړی د کلیو د پراختیا وزیر د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو د پلان په موخو او د هغه د پلي کېدو پر څرنګوالي رڼا واچوله او د هغه د تطبیق ډاډ یې ورکړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د کلیو دبياجوړولواو پراختیا وزارت د سل ورځني پلان له څيړنې وروسته د دغه وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په دغه وزارت پورې ټولو اړوندو عمراني پروژو ته دې پروفایلونه جوړ، د پروژو شمېر او کیفیت دې معلوم کړي، هغه پروژې چې له ډېرې مودې را په دی خوا نه دي تطبیق شوي او یا یې د عملي کېدو بهیر په ورو روان دی، عوامل دې پیدا او ډیر ژر دې د هغو د پلي کېدو په موخه کار پیل شي.
همدا راز جمهور رئیس غني د کلیو د پراختیا وزارت ته دنده وسپارله چې د ټولو پروژو په اړه دې د دغه وزارت په ویپ پاڼه کې معلومات خپاره کړي ترڅو رسنۍ او خلک ورته لاس رسی ولري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د کلیو لپاره ځانګړی تعریف وجود نه لري، دکلیو دبياجوړولواو پراختیا وزارت باید د کلیو په اړه ځانګړی تعریف ولري.
د هېواد جمهور رئیس له حکومت سره د ولس د نظرونو او غوښتنو د شریکولو او د هغوی ستونزو ته د حل لارې د موندلو په چاره کې د کلیو د شوراګانو شتون مهم وباله، وې ویل چې د کلیوالي شوراګانو فعالیتونه او لاس ته راوړنې باید له رسنیو او ولس سره شریکې شي، هر وزارت باید په کلیو کې بېلابېلې شوراګانې ونه لري، بلکې ولس باید د واحدو کلیوالي شوراګانو له لارې چې د دندو لایحه ولري، خپلې ستونزې حل کاندي.
جمهور رئیس غني د پروګرامونو په ښه مدیریت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې ټول پروګرامونه باید د یو واحد مدیریت له لارې تنظیم او تطبیق شي .
جمهور رئیس محمد اشرف غني د لندن په کنفرانس کې د اتباعو د میثاق ژمنې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانستان دغه میثاق ته ژمن دی او د عملي کېدو لپاره یې باید ګامونه پورته شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د کلیو دبياجوړولواو پراختیا وزارت کولای شي د ځینو ځانګړو پروژ د پلي کېدو لپاره د پوهنتونونو د اړوندو څانګو محصلانو ته د انټرشیپزمینه برابره کړي چې له یوې خوا ورته د کار شرایط برابرشي او له بلې خوا په خپل مسلک کې د عملي کار په کولو سره تجربې ترلاسه کړي.
3 2 دقیقې لوستل