سیاست

جمهور رئیس غني دخصوصي متشبثینو ستونزې او اړتیاوې واورېدې

 کابل باختر دزمري دمياشتې ١٢ مه :
د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو او دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور      د ننګونو په اړه د بحث غونډه د افغانستان د اسلامي جمهورریت دجمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې غونډه کې چې د اقتصادي سکتور په چارو کې د جمهوري ریاست مقام سلاکارانو هم حضور درلود، سلیمان فاطمي د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ننګونو په اړه خبرې وکړې، خپل مشخص نظریات او وړاندېزونه یې وړاندې کړل.
ده زیاته کړه چې دپانګوالو د امنیت خوندېتوب ته باید جدي پاملرنه وشي، د مالیاتو او د جواز د ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې دې له څو متعددو بنسټونو څخه یوه واحد بنسټ ته تمرکز وکړي.
فاطمي ترافیکې ستونزو ته اشاره وکړه وې ویل چې په کابل کې د ترافیکو  ګڼې ګوڼې د سوداګرۍ او اقتصاد په فرصتونو منفي تاثیر کړی او د دې ستونزو د حل غوښتونکی شو.
د ښځو دسوداګرۍ او صنایعو خونې په استازېتوب منیژې وافق د پانګونې په برخه کې د ښځو د ونډې په اړه وویل چې دا مهال له ۸۰۰ څخه زیاتې مېرمنې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي او د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې کسبونه ورته ایجاد شوي چې دا کمیت به په راتلونکي کې دوه چنده زیات شي.
هغې د صنعتي پارکونو د جوړولو او په قراردادنو کې د تجارت پېشه ښځو د ونډې غوښتونکې شوه او وړاندیز یې وکړ چې دجوازد ورکړې او منځنۍ کچې مالیه ورکوونکو په ادارو کې دې ځانګړې غرفه ښځو ته جوړه شي ترڅو ښځې دغو ادارو ته د ورتګ پرمهال رهنمایي او له هغوی سره همکاري وکړي.
عمرمنصورانصاري د انټرنیټي معیاري خدمتونو او کاپي رایټ په اړه خبرې وکړي وې ویل چې په دې برخو کې ښه ظرفیتونه رامنځته شوي دي، ولې ډېر کار ته اړتیا لري.
د هېواد جمهور رئیس د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته له هغوی څخه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله مننه وکړه وېې ویل چې حکومت د خصوصي متشبثینو سره همکارۍ ته تیار دی او هڅه کوي په دې برخه کې لازمې آسانتیاوې کې برابرې کړي.
جمهوررئیس له دوی څخه وغوښتل چې خپل دوه استازي داقتصاد عالي شورا په غونډه کې د ګډون په خاطر وروپېژني، چې د خصوصي متشبثینو په طرحو او وړاندیزونه بحث وکړي او د حل لارې ورته ولټوي.
جمهور رئیس محمداشرف غني څرګنده کړه حکومت حاضر دی دولتي املاک په مناسبه بیه خصوصي متشبثینو ته د پانګونې لپاره ورکړي.
ده له خصوصي متشبثینو څخه وغوښتل چې د بازارموندنې په برخه کې موقعیتونه مشخص کړي چې د همکاریو زمېنه ورته ولټول شي.
هغه په ځانګړي ډول د جواز صادرېدو، پالېسیو، ټکس او مالیې په اړه هغوی ته وویل چې په دې برخو کې د ستونزو د حل په موخه خپلې طرحې ترتیب او وړاندې کړئ چې د دې طرحو پر بنسټ اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئیس په قراردادونو کې د تجارت پیشه مېرمنو د ونډې په
اړه وویل، لومړی یې باید د فعالیت ډول واضح شي چې هغه ته په کتو په
قراردادونو کې مېرمنو ته ونډه برابره شي.
ده دمتشبثینوله استازو څخه وغوښتل چې په زېربنایي، مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوري ریاست سترو سلاکارانو سره د لا ډېربحث په خاطر غونډه وکړي او نتیجې ته ورسیږي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته