سیاست

جمهور رئیس غني داسترالیا د دفاع له وزیرې سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د استرالیا د دفاع له وزیرې سناتورې ماریسه هاینه او ورسره پلاوي سره يې وکتل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د استرالیا د دفاع وزیرې له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول نظامي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د داوم په هکله د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، استرالیا په افغانستان کې مرستو او اقتصادي ودې ته ژمنه ده.
اغلې سناتورې ماریسه هاینه وویل، ۲۷۰نظامي ځواکونه به یې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونود روزنې او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرسته کوي، له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
د استرالیا د دفاع وزیرې وویل، هېواد به یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او سمبالښت په موخه خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.
هغې څرګنده کړه، د تېر کال په پرتله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زیاتې ځواکمنۍ، وړتیا او موثریت شاهدان یوو، چې دا د افغانستان پیاوړې نظامي او سیاسي رهبري ښیي.
محمد اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استرالیا د اوږدمهاله همکاریو او په ځانګړي ډول په ارزګان ولایت کې د استرالیایي ځواکونو د قربانیو، فعالیتونو او د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې د هغوی د همکاریو قدرداني وکړه.
د هېواد جمهور رئیس په ټینګار وویل، افغانستان خپل  بهرنی سیاست د ملي ګټو، سیمه ییزو ګټو او د اعتماد په فضا کې عیاروي، هغه زیاته کړه، د هېوادونو تر منځ د اعتماد فضا او مشترک اقتصادي بستر کولای شي په سیمه کې سوله او ثبات تامین کړي.
جمهور رئیس د هېواد په امنیتي سکتور په ځانګړي ډول دملي دفاع او دکورنیو چاروپه وزارتونو کې د اصلاحاتو راوړلو او شفافیت د تامین په موخه د استرالیا تجربې ګټورې وبللې او د یاد هېواد دفاع له وزیرې څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د استرالیا د دفاع وزیرې وویل،  استرالیایي پلاوی به په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو او شفافیت د تامین په موخه ډېر ژر د افغانستان د امنیتي سکتور مسوولینو سره د خپلو همکاریو او تجربو د شریکولو په موخه د ګډ بحث په پایله کې عملي پلان ترتیب کړي.
جمهور رئیس غني تروریزم د سیمې او نړۍ امنیت ته ګډ ګواښ وباله او د دغه ګواښ د له منځه وړلو په موخه یې پر منځمهاله پلان او ګډه مبارزه ټینګار وکړ. هغه وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیمې او نړۍ د ثبات او سولې د تامین په موخه له کوم توپیر پرته د تروریستي ګروپونو او ډلو پر ضد مبارزه کوي او له نورو څخه مو هم غوښتنه داده چې د ښه او بد له توپیر پرته د ترهګرو پر ضد قوه استعمال کړي.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي او د چارود ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته