جمهور رئیس غني: حکومت او مرسته کوونکي بنسټونه باید خلکو ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو تمرکز وکړي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو او د روغتیا په برخه کې د بهرنیو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د وقایوي او معالجوي خدماتو په ګډون په ټول افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو د ښه والي په هکله بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د روغتیا په برخه کې د بهرنیو مرسته کوونکو بنسټونو استازو په روغتیایي سکتور کې د موثریت، شفافیت او حساب ورکولو د رامنځته کولو په خاطر خپل وړاندیزونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني د هغوی د وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، دولت او مرسته کوونکي بنسټونه باید خلکو ته د ښو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو تمرکز وکړي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان په روغتیایي سکتور کې سم حساب ورکول او د ډاکټرانو د جذب لپاره مناسب معیارونه نه دي پیاوړي شوي او په روغتیایي خدماتو کې د ستونزو له شتون سره سره اوس هم دا قراردادونه تمدیدېږي.
محمد اشرف غني وویل، د عامې روغتیا وزارت باید د ارزونې، څېړنې، لارښوونې او د مکافاتو او مجازاتو د سیستم توانایي لوړه کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان حکومت باید له نړیوالو شریکانو سره یو ځای په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د ښه والي په خاطر بدیل انتخابونه ولټوي، ځکه ټول خلک په دې برخه کې د مثبت بدلون غوښتونکي دي او غواړي چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.
جمهور رئیس وویل، افغانستان غواړي د خودکفایي لور ته لاړ شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له شته سرچینو څخه ګټه واخلي.
د هېواد جمهور رئیس له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو وغوښتل، چې د ښو روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو او شفافیت، حساب ورکولو او د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په پام خپل امکانات او اړتیاوې وارزوي، تر څو اصلاحات داسې رامنځته شي، چې په روغتیایي سکتور کې د لاسته راوړنو د خوندیتوب تر څنګ د خدماتو وړاندې کول هم ښه شي.#