جمهور رئیس غني: افغانستان په چټکۍ سره د سیمه ییزې همکاریو په مرکز د بدلېدو په حال کې دی
کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د شانګهای سازمان شپاړسمې سرمشریزې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، افراطیت او ترهګري د سیاسي خشونت پنځمه څپه ده، دا هغه پراخې پدیدې دي چې موږ ټول او همدارنګه باثباته اړیکې، د همکارۍ ارزښتونه، فرهنګونه او تمدنونه ګواښوي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې غونډه کې چې د شانګهای سازمان غړو او څارونکو هېوادونو په کې حضور درلود، د ازبکستان له جمهور رئیس او خلکو څخه د کوربه توب له امله د مننې په ترڅ کې زیاته کړه، که موږ هغه ته رسیدګي ونه کړو، پیچلتیا یې درک نه کړو او انفرادي حل لارې ورته ونه لټوو، نو نه بریالي کېږو.
هغه وویل، موږ باید په ګډه د پنځمې څپې په لرلید، عمق او شدت پوه شو چې متاسفانه دا څپه به موږ یو هم یوازې پرېنږدي.
محمد اشرف غني وویل، د دې څپې اړوند عوامل یانې جرمي اقتصاد او نشه یي توکي زموږ ټولو سوله او ثبات ګواښوي.
جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ ګډه لویه پروژه د ورېښمو لارې احیا کول دي او افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او خاور میانه تر منځ د اتصال نقطه او څلور لارده او موږ د ورېښمو لارې د احیا لپاره د هر اخیستونکي ګام هرکلی کوو.
جمهور رئیس د افغانستان په هکله د شانګهای د مشرانو له ارزښتناکو خبرو څخه مننه وکړه او وې ویل، افغانستان دوه جنبې لري، یو ظرفیت او بل ګواښ. د ظرفیت په هکله باید ووایو چې موږ په چټکۍ سره د سیمه یزې همکاریو په مرکز د بدلېدو په حال کې یوو او له ازبکستان، تاجکستان، چین، هند، ایران او روسیې څخه چې زموږ ښه همکاران دي، مننه کوو.
هغه وویل، د روسیې په اوفای کې د شانګهای د تېر کال سرمشریزې غونډې راهیسې سیمه ییزې همکارۍ پراخه شوي او دغو همکاریو زموږ د خلکو هیلې ژوندۍ کړې او په راتلونکي یې د هغوی باور زیات کړی دی.
جمهور په دې په ټینګار چې د شانګهای غړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د ثبات او رفاه لامل کېږي وویل، د افغانستان جنګ داخلي نه دی او افغانستان ته راتلونکې ترهګرې ډلې باید په سمه توګه تعریف شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، په سیاسي تاریخ کې داسې قراین وجود نه لري چې یو انتخابي حکومت له مخربو افرادو او ډلو سره مخ وي. هغه زیاته کړه، د تروریستي ډلو اجنډا د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ګډوډول دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د دولتونو مسوولیت دادی چې د تروریزم تر منځ د ښه او بد توپیر ونه کړي او کوم دولت چې د ترهګري د ښه او بد توپیر ته قایل دی د دې ټولو قېمت ورکوي.
جمهور رئیس وویل، غوره ده چې د ورانکارو او ناسمو بحثونو پرځای د ګډو ګټو لپاره موافقه وشي.
محمد اشرف غني زیاته کړه، زه د شانګهای ټولو غړو ته بلنه ورکوم چې له افغانستان سره یو ځای ستونزې وپېژني او په اسختباراتي، امنیتي او سیاسي برخو کې یوه اجماع رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان رهبرانو د امنیتي، اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په موخه ایجاد کړاو افغانستان په ۱۳۹۱ل کال د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د دې سازمان په دولسمه غونډه کې د څارونکي غړیتوب ترلاسه کړ.#