سیاست

جمهور رئیس غني:له وکیلانو او سناتورانو سره تعقیبي ناستې به دوام ولري

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له وکیلانو، سناتورانو او د کابینې له غړیو سره د ګډو ناستو په لړ کې تېره شپه د شمال او شمال ختیځ زون له وکیلانو او سناتورانوسره په ګډه ناسته کې وویل، دا ناستې د دې لامل شوې، چې د هېواد د زونونو وکیلان او سناتوران د خپلو موکلینو غوښتنې او ستونزې له کابینې او د حکومت له رهبري سره شریکې کړي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوه، جمهور رئیس وویل، د هېواد اساسي قانون د درې ګونو قواو رول په وضاحت بیان کړی  او زه هم د درې ګونو قواو د رئیس په توګه درې واړو قواو ته په یو نظر ګورم.
جمهور رئیس غني وویل، په هرو دو میاشتو کې به له وکیلانو او سناتورانو سره تعقیبي غونډې جوړې شي، تر څو د وضعیت په هکله یو واضح درک رامنځته شي. هغه زیاته کړه، ټول والیان، وکیلان، سناتوران او د کابینې غړي به منظمې غونډې ولري، تر څو د هر ولایت په کچه ستونزې او غوښتنې په واضح توګه وارزوي.
دې ناستې ته اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو پرمهال وویل، د قانون حاکمیت او د خلکو ملاتړ د نظام ثبات تشکیلوي او دا هغه وخت تحقق مومي چې د قواو تر منځ اړیکه د پایداره همکارۍ او همغږۍ پر اساس ولاړه وي. هغه دا بهیر موثر وګاڼه او وې ویل، د دې طرحې له لارې به د خلکو اساسي غوښتنې عملي شي.
وروسته د شمال او شمال ختیځ زون (بدخشان، بغلان، سمنګان، سرپل، تخار، جوزجان، کندز، فاریاب او بلخ) وکیلانو او سناتورانو خپلې سیمه ییزې ستونزې تشریح کړې.
هغوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي او د سیمه ییزو پولیسو د پیاوړتیا، له اداري فساد سره د مبارزې، د کارموندنې په ځانګړي ډول ځوانانو ته، په ښوونځیو کې د بستونو د زیاتوالي، د ښځينه لیلیو جوړولو، د برېښنا، د سالنګ تونل د جوړولو، د کانونو د را اېستلو، روغتيايي کلینیکونو، نښلونکو لارو او د کرنې د سکتور په هکله  خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهور رئیس د وکیلانو او سناتورانو د خبرو له اورېدلو وروسته وویل، د اړوندو ولایتونو په هکله ستاسو تحلیل هر اړخیز او واضح وو او دا ناستې د خلکو د اساسي غوښتنو د پوره کولو لپاره مثبت او ګټورې پایلې لري.
جمهور رئیس وویل، له افغانستان سره د مرستو په برخه کې سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې  او د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې به چې له افغانستان سره د نظامي او انکشافي مرستو په هکله جوړېږي د افغانستان موجوده لاسته راوړنې او ظرفیتونه واضح شي.
جمهور رئیس غني وویل، نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لګښتونو د ورکولو ژمنه کړې. هغه زیاته کړه، د هېواد هوایي ځواک به په نویو الوتکو سمبال شي او د چین نظامي مرستې به هم ژر افغانستان ته را ورسېږي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول القاعده او داعش ته جدي زيان رسولې او هغوی به نابود کړي. هغه زیاته کړه، ډېر ژر به د هلیکوپترو او الوتکو په تخنیکي او د ترمیم برخو کې امکانات برابر شي.
جمهور رئیس غني وویل، په پام کې ده چې د جګړ ې په لومړۍ کرښه کې ملي پولیس په درندو وسلو سمبال شي او امنیتي بودجې ته په پام به د سیمه ییزو پولیسو د تشکیل د زیاتوالي په برخه کې اقدامات وشي. هغه زیاته کړه چې د  ۲۰۹ شاهین قول اردو پیاوړتیاته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ، په ملي او هغو اقتصادي پروژو به زیات تمرکز وشي چې د ملي اقتصاد د تحرک او د کار د ایجاد لامل کېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د ولایتونو د سیمه ییزو ادارو په کچه باید واضح وظیفوي چوکاټ مشخص شي، تر څو د ۳۴ ولایتونو او وزارتونو تر منځ کاري انډول او همغږي رامنځته شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته