سیاست

جمهور رئیس حامد کرزی یو ځل بیا پر افغان طالبانو غږ کوي چې د پردیو د لاس آله ونه ګرځي

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې٩ مه:
د افغانستان جمهور رئیس د هلمند وروستۍ جګړه د پردیو هېوادونو د یوې پراخې طرحې یوه برخه بولي چې د افغانستان د تضعیف لپاره جوړه شوې ده. په دې جګړه کې په زیاته کچه ملکي وګړو ته ځاني او مالي تاوان رسېدلی دی.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی یو ځل بیا پر هغو طالبانو چې افغانان او ددې خاورې بچیان دي، غږ کوي چې د پردیو د لاس آله ونه ګرځي، د پردیو د اهدافو لپاره د افغانستان د خلکو، په تېره د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې باعث نه شي او د څو پوځي پوستو د نیولو لپاره عامو خلکو ته تاوان ونه رسوي.
جمهور رئیس حامد کرزی د هېواد اتل امنيتي قوتونه چې د هېواد په دفاع بوخت دي، د خپلو خلکو د ژوند او مال ساتونکي ګڼي او لارښوونه ورته کوي چې په هر ډول عملیاتو کې د عامو خلکو له ځان او مال څخه په کلکه محافظت وکړي.
د هېواد جمهور رئیس ټولو اړوندو ادارو ته یو وار بیا هدایت کوي چې د شهیدانو کورنیو، بیځایه شویو خلکو او زیانمنو شویو وګړو ته د مرستو په رسولو کې بېړه وکړي او له پوره دقت څخه کار واخلي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته