جمهور رئیس حامد کرزی له امریکا څخه هېواد ته راستون شو

کابل باختر دتلې ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په ۶۷مه غونډه کې د ګډون په موخه تېره یکشنبه د تلې په دویمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ښار ته تللی و، نن ماښام هېواد ته راستون شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې د هېواد جمهور رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې وروستیو نړیوالو پېښو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې نړۍ د یو شمېر متعصبو وګړو د اخلاقي کمزورتیا له امله لړځیدلې ده، دا ځکه چې دوی په نړۍ کې د څه د پاسه یونیم میلیارد مسلمانانو د عقیدې پر خلاف له سپکاوي نه ډکې کړنې ترسره کړي دي.
حامد کرزي دغه پېښې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول کړنې که د یو فلم د تولید یا د کاریکاتورونو د خپرېدو په بڼه وي او یا هم که د توهین اولمسونې نور اقدامات وي؛ د بیان د آزادۍ په توګه هېڅکله هم توجیه کیدلای نه شي. 
د هېواد جمهور رئیس دېته په اشارې سره چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولو اخوا دي، وویل: ترورېزم زموږ په کلیو او ښارګوټو کې نشته او هېڅکله یې پخوا هم شتون نه درلود. د ترورېزم سرچینې او د ملاتړ مرکزونه ټول د افغانستان له سرحدونو څخه د باندې دي.
دغه راز حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل: موږ له پاکستان سره  د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو اړیکو ته پوره ژمن یو، خو له  په هغو ننګونو هم خبريو  چې ښايي زموږ تر منځ د اعتماد او باور فضا ترینګلې کړي، لکه په دې وروستیو کې د افغانستان پر کلیو راکټي بریدونه، چې کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډ امنیت لپاره روانو هڅو ته سخت زیان ورسوي.
حامد کرزي په دې سفر کې د ملګرو ملتو  د سازمان په ۶۷ مه غونډه کې پر ګډون سربېره د ملګرو ملتو له سرمنشي ښاغلي بانکي مون، د پولنډ او پاکستان له جمهورو رئیسانو، د بریتانیا له صدراعظم، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.
په دغو کتنو کې په افغانستان کې د سولې د بهیر، د امنیتي مسؤولیتونو د دليږدونې دبهير راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته